لویه پکتیا کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د تېرو دوو ورځو راهیسې د سویل ختیځ زون په خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او راوتلو سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ کورونه یې هم نړولي دي.

د سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک له مرستندویه موسېساتو او د طالبانو له اړونده ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

په خوست ولایت کې زیانمن خلک وايي، په تېرو دوو ورځو کې د پرلپسې ورښتونو او سېلابونو له امله یې د کرنیزو ځمکو سربېره د استوګنې کورونه هم نړېدلي دي.

دوی ته دغه زیان تر ډېره د خوست په مرکز متون او ورڅېرمه ولسوالیو کې رسېدلی دی، زیانمن شوي خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره د سرپناه برخه کې بېړنۍ مرستې وکړي.

په همدې حال کې بیا په پکتیا او لوګر کې هم سېلابونو ځايي اوسېدونکي له مالي او ځاني تاوان سره مخ کړي، د لوګر ولایت په مرکز پل عالم اړوند بابوس او الوزیو سیمو کې د خلکو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او ګڼ کورونه یې له امله نړېدلي دي.

د دغه ولایت د بابوس سیمې یوه اوسېدونکي خانزاده اطلاعات روز ته وویل، چې د سېلابونو له امله د خلکو کورونه نړېدلي او په خبره یې چې اوس تر شنه اسمان لاندې په خورا سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.

هغه وایي: «دلته په بابوس کې هغه بل بېګاه او بېګا شپه سېلابونه راووتل، چې زمونږ د سیمې د ګڼو خلکو کورونه یې چپه کړل او یا یې هم د سیمې کرنیزې ځمکې له منځه یوړې، نو مونږ او دغه زیانمن شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري، هغه که د خېمو برخه کې وي او یا هم  د خوراکي توکو.»

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د ولایتي مسوولینو په خبره چې د دغه ولایت د والي مرستیال عنایت الله شجاع په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته تللی او له سېلاب ځپلو خلکو سره یې یوه اندازه لومړنۍ مرستې هم کړې دي.

بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي هم اوښتي زیانونه تاییدوي او وايي، زیانمن شویو خلکو ته یې د نړیوالو همکاره موسېساتو په همکارۍ زرګونه کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي رسولي او په خبره یې چې لاهم د دوی مرستې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د هیواد ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۲۴ کسان مړه او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه