ننګرهار کې سږکال د شفتالو حاصلات ډیر خو بیه یې ټیټه شوې

اطلاعات روز: که څه هم سږ کال د هیواد په ډیرو ولایتونو کې ږلۍ او نورو طبیعي افتونو بزګرانو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه واړول، خو ننګرهار کې له دې سره سره یو شمېر بڼ وال دغلته د شفتالو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بیو د ټیټوالي خبره کوي.

محمد یونس چې په سره رود ولسوالۍ کې په درې جریبه ځمکه د شفتالو باغ لري وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې حاصلات زیات شوې خو د باغونو په ساتنه او پالنه کې د ځانګړې روزنې نشتون او حاصل ته د رسیدو پرمهال د ځینو امراضو رامنځته کیدل د باغدارانو لپاره جدي ستونزې ګڼي.

محمد یونس زیاته کړه: «سږکال خو د شفتالو حاصلات ښه و، خو کله چې زمونږ شفتالو حاصل ته رسیږي نو ځینې امراض پکې پیدا کیږي چې له امله یې حاصل له زیان سره مخ کیږي او دغه راز مونږ غوښتنه کوو چې کرنې ریاست باید د باغدارۍ په برخه کې باغدارانو ته ځانګړې روزنه ورکړي څو حاصل نور ښه شي.»

یو شمیر نور بڼ لرونکي که له یوې خوا د شفتالو حاصل ته خوښ دي، خو له بلې خوا د هېواد بازارونو کې ټېټې بیې اندېښمن کړي دي.

د احسان الله په نامه یو باغ لرونکی یې لامل په یوه وار په زیاته کچه شفتالو بازار ته عرضه کول او د لوی مارکېټ نشتوالی هغه لاملونه یادوي چې له کبله ښايي ګټه وټه يې زیاته نه وي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غواړي چې د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

احسان الله زیاتوي: «عموما د تازه میوې بازارونه خراب دي او هغه څه مصرف چې پرې شوی وي هغه هم نشي پوره کولای، نو د دې د ساتلو لپاره سړې خونې په کار دي  دا نه په ونه کې ساتل کیږي او نه یې مونږ په عادي کوټو کې ساتلی شو؛ هغه تازه میوې چې له بهر څخه افغانستان ته واردیږي باید پرې تعرفې لوړې کړي، چې په دې سره به د هیواد په داخل کې د تازه میوې بیې ښې شي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په تېرو کلونو کې د دغه ریاست له خوا د شفتالو د باغونو جوړول د یاد محصول د زیاتوالي یو لامل بولي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري وایي، سږ کال به په دې ولایت کې له ۳۰۱۵ هکټاره ځمکې د شفتالو  ۹۸۷۶ مټریک ټنه حاصلات راټول شي، چې د تېر کال په پرتله به یې حاصل لوړ وي.

اکبري زیاتوي: «د کرنې ریاست په داخل او بهر کې له موسېساتو او سوداګرو سره په اړیکه کې دی، څو د خپلو تازه میوو لپاره بازار موندنه وشي او له دې لارې به د باغدارۍ برخه نورهم تقویه کوو.»

د یادونې ده، چې د ننګرهار سربیره، په ختيځ کونړ او لغمان ولایتونو کې هم د شفتالو باغداري مخ په پراخېدو ده، چې پر ۱۵۰ هکټاره ځمکه د شفتالو جوړو شویو بڼونو څخه به سږ کال د ۱۰۵ مېلیونه افغانو په ارزښت نږدې درې زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه