د بشر حقونو څار: د طالبانو ژمنې هيڅ ارزښت نه لري

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د ښځينه برخې مرستيالې هيدر بار له طالب چارواکو سره د ناروې د کډوالو شورا د عمومي منشي ليدنې ته په غبرګون کې ويلي، چې «د طالبانو ژمنې هيڅ ارزښت نه لري».

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان ايګلنډ په کندهار کې له طالب چارواکو سره تر ليدنې وروسته ويلي و چې دوی کار او زده کړو ته د ښځو د بيرته راستنيدنې لارښود «تقريبا» بشپړ کړی دی. ايګلنډ زياته کړې وه چې طالبان په هيواد کې بشري کړکېچ ته د ځواب ويلو لپاره غواړي چې «د ښځو لپاره د ښځو د کار» طرحه تطبيق کړي.

د بشر حقونو څار د ښځينه برخې مرستيالې نن (دوشنبه، ۸ د غبرګولي) سهار په دې اړه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې «ډېره هيله‌منده يم چې طالبان دا کار وکړي».

اغلې بار زياته کړې چې «دوی له يونيم کال راهيسې ژمنې کوي چې اجازه ورکوي چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي»، مګر موږ په دې اړه د پرمختګ هيڅ څرک نه وينو بلکې د ښځو او نجونو ځپل نور هم زيات شوي دي.

د اغلې بار په وينا، طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم دې ته ورته ژمنې کړې وې خو عمل يې پرې ونه کړ.

د بشر حقونو څار د ښځينه برخې مرستيالې د خپلو ټويټونو په پای کې ټینګار کړی چې «د طالبانو ژمنې هيڅ ارزښت نه لري».

طالبانو د ۱۴۰۱ لمريز کال د غبرګولي مياشتې پر مهال په غير دولتي داخلي او نړيوالو بنسټونو کې تر «امر ثاني» پورې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه.

له هغه وخته تر اوسه نړيواله ټولنه او مرستندوی سازمانونه د دې امر د ژر لغوه کیدو غوښتنه کوي.

خو طالب چارواکي وايي، چې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز د افغانستان له «داخلي ارزښتونو» پورې اړه لري او بهرني هيوادونه او نړيوال سازمانونه بايد په دې اړه مداخله ونه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه