اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله ۷ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د نورګرام ولسوالۍ یو اوسیدونکي محمد عباس وایي، چې پېښه تېر ماښام (یکشنبه، ۷ د غبرګولي) د همدې ولسوالۍ اړوند «ملیل» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له کبله رامنځته شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ ۷ غړي په ډزو وژل شوي او د مقابلې کورنۍ ۴ غړي ټپیان شوي دي.
بلخوا د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د نورګرام ولسوالۍ په مليل سيمه کې د دوو ځوانانو تر منځ د کلاشینکوف ټوپک پر سر لومړی لفطې شخړه رامنځته شوې او بیا یې پر یو بل دزې کړي، چې پرمهال یې ۳ کسان ټپیان شوي چې یوه ښځه هم پکې شامله ده.
نوموړی زیاتوي چې ټپیان یې د لغمان سیمه ییز روغتون ته انتقال کړي، چې د یو ټپي وضعیت ډاکترانو نازک ښودلی دی.
د هغه په خبره سیمې ته پر وخت طالب سرتیري رسیدلي او د دواړو کورنیو غړي یې نیولي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې هم د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې یو کس وژل شوی و.
نورستان کې ډیر کله دا ډول پېښې د شخصي دښمنیو له امله رامنځته کیږي، چې لامل د ځنګلونو پر سر د قومونو ترمنځ لانجې او دغه راز کورنی تاوتریخوالی بلل کیږي.
