پکتیا کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون ساري ناروغیو ته ځانګړی شوی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز  کې د کرونا لپاره جوړ شوی ۵۰ بستریز روغتون د ټولو ساري ناروغیو لپاره ځانګړی شوی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې یاد روغتون د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت د شاوخوا ۶۰۰ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی چې د انتاني ناروغانو درملنه به پکې ترسره کیږي.

د دغه ولایت لپاره د عامې روغتیا طالب ریس صدرالدین عزام د پرانیستې پر مهال وویل، چې په دې روغتون کې به د پکتیا سربېره د سویل ختیځ زون اړوند ولایتونو ناروغان هم تداوي کیږي او په خبره یې چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ورسره د شپږو میاشتو لپاره تړون شوی دی.

نوموړي وویل: «دلته پکتیا ولایت کې مونږ د انتاني ناروغیو لپاره مشخص روغتون نه درلوده او د دې روغتون د ملاتړ برخه کې له مونږ سره د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو روغتیايي مرستو موسېسې شپږ میاشتې قرار داد کړی او بله خبره دا ده چې په دې روغتون کې به د ټول زون ناروغان تداوي کیږي»

په همدې مهال بیا د پکتیا ولایت اوسېدونکي د ساري ناروغیو لپاره د دې روغتون په اړه بېلابېل نظرونه لري او ځینې یې ښه ګام بولي خو یو شمېر نور بیا غوښتنه کوي چې د کرونا ناروغانو شمېر ډېرېدو ته په کتو په کار نه وه چې دا روغتون دې د نورو ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی وای.

په دې اړه د ګردېز ښار یو اوسېدونکي شاه ولي افغان اطلاعات روز ته وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې خلک په مختلفو ناروغیو اخته شوي او د روغتون پرانستل له اړتیا سره سم او ښه ګام یادوي.

نوموړی وايي: «دلته مونږ په پکتیا کې وینو، چې اوس ساري ناروغۍ بیخي ډېرې شوې دي او داسې ځای پخوا نه و، چې هلته دې ناروغانو درملنه شوې وای او ډېرو خلکو به خپل ناروغان شخصي درملتونونو ته استول، نو مونږ د دې روغتون فعالېدل ښه کار بولو او باید کافي امکانات او مسلکي پرسونل هم ورته وګمارل شي.»

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی نور جمال بیا وايي، چې د ساري ناروغیو لپاره دې د کرونا روغتون پر ځای یو بل ځای جوړ شوی وای، د هغه په خبره چې پکتیا کې کرونا ته ورته ډېر کسان اوس په ناروغیو اخته شوي او په ځانګړي شوي ځای کې درملنې ته اړتیا لري.

نوموړی زیاتوي، چې د روغتیا وزارت له لوري د پکتیا له روغتیايي مرکزونو سره څومره چې لازمه ده په درملو او نورو برخو کې همکاري د پام وړ کمرنګه شوې او ټینګار کوي چې همکاره موسېسات دې هم لېرې پرتو سیمو ته خپل خدمات لا ډېر کړي.

جمال داسې وايي: «دا روغتون چې دوی انتاني ناروغیو ته ورکړ، نو ولې یې یو بل روغتون نه جوړاوه، ځکه کرونا خو لاهم نه ده ختمه شوې او زه ډېر داسې ناروغان پېژنم چې عینې کرونا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.»

په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او مسلکي ډاکټرانو کموالی، د وزارت له لوري شته ستونزو ته کمرنګې پاملرنه او ځینې نور هغه لاملونه دي چې په پکتیا ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو سیستم ټکنی کړی او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه