اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کیدو په پېښه کې ۶ تنو ژوند بایللی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پېښې یو عیني شاهد او موټر چلوونکی همایون وایي، چې پېښه تېره ورځ (جمعه، ۵ د غبرګولي) ماسپښين شاوخوا ۲:۰۰ بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د پلچرخي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، چې په یاده سیمه کې یو سراچه موټر سیند ته غورځیدلی چې له امله یې په موټر کې ناست ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور سخت ژوبل شوي دي.
نوموړی زیاتوي په یاد موټر کې ناست ټول ځوانان وو، چې د تفریح په موخه له کوره وتلي وو.
سرچینې د یاد ځوانانو د هویت په اړه څه ونه ویل او نه هم طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته خبر ورکړی دی.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته کیږي، چې قربانیان یې عام وګړي وي.
