اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو او د دغې ډلې د د ادارتو ترمنځ د بشري مرستو د وېش د همغږۍ په موخه غونډه شوې ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا پرلپسې ټویټونو کې ليکلي، چې دا غونډه پرون (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) د دې ډلې د بهرنيو چارو د سرپرست وزير په ګډون ترسره شوې ده.
د ضيا په وينا چې متقي د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د سازمان له مرستو مننه کړې او ويلي يې دي چې دا هيواد د ځوان کاري ځواک او پراخو طبيعي زیرمو په درلودلو سره د پرمختګ او پر ځان بساینې ښه ظرفيت لري.
د متقي په وينا، افغانستان د څلورو لسيزو جګړو له کبله مرستې ته اړتيا لري تر څو پر خپلو پښو ودرېږي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياته کړې چې د دې ډلې ادارو مرستندويو بنسټونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه يې کړې چې د مرستو د زيات اغېز او روڼتيا په موخه دې د اړوند سکتور له وزارتونو سره همغږي پياوړې شي او د پروژو په طرح او تطبيق کې دې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونو ته پام وشي.
ضيا زياته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال رامز الاکبروف ويلي، چې اباد او پر ځان بسيا افغانستان يوه ګډه موخه ده.
ده زياته کړې، چې غواړي د مرستو وېش په داسې توګه مديريت کړي چې د خلکو لپاره کاري فرصتونه را منځته شي او اقتصاد وده وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په وينا د دې ډلې ادارو او مرستندويو بنسټونو هوکړه کړې چې د نورې همغږۍ د را منځته کولو لپاره به يوه ګډه کمېټه جوړېږي.
د ملګرو ملتونو له دفترونو او مرستندويو بنسټونو سره د ښځو پر کار کولو بنديز د مرستې رسونې په بهير کې جدي خنډ ګڼل کېږي.
دا بنديز له افغانستان سره د مرستو کمېدو لامل شوی دی.
دا هرڅه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته فقر او لوږه زياته شوې. اوس مهال په هيواد کې ۲۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او شپږ ميليونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
