اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي، چې طالبان د ښځو او نجونو په ځپلو سره د پرمختګ پر لور د افغانستان وړتيا له منځه وړي او دا هيواد ژور فقر او ناهيلۍ ته کشوي.
نوموړي پرون ورځ (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې طالبان په افغانستان کې هڅه کوي چې نيمه ټولنه له ورځني ژوند څخه حذف کړي.
ولکر ترک زياته کړې چې د جنسيتي اپارتايډ داسې يو نظام د پرمختګ پر لور د هيواد وړتيا ته زيان رسوي.
ده وويل: «زه به ښايي هيڅکله پوه نه شم چې يو څوک څرنګه په داسې ظالمانه ډول د ښځو او نجونو روحيه ختموي، د هغوی پوټانشيل له منځه وړي او خپل هيواد د ژور فقر او ناهيلۍ لور ته بيايي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ټينګار کړی چې د افغانستان د وګړو او د دې هيواد د راتلونکي په خاطر بايد د ښځو او نجونو ځپونکي سياستونه ژر تر ژره ختم کړای شي.
طالبان اوس مهال ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه ورکوي.
د دوی دا چلند له نړيوالو نيوکو سره مخ دی، خو طالبان د بشري حقونو په اړه د نورو هيوادونو دريځونه په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید