اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې يوې ترافیکي پېښې د یو کس ژوند اخیستی او بل ژوبل دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه نن سهار (پنجشنبه، ۴ د غبرګولي) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي کڅ» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو کرولا ډوله موټر د سړک پر غاړه دوه کسان وهلي چي له امله یې یو ځای پر ځای مړ او بل سخت ټپي شوی دی.
نوموړی زیاتوي ځایي طالبان د پېښې ځای ته رسیدلي خو موټر چلوونکی له سیمې تښتیدلی دی.
هغه وایي، ډاکټرانو د ټپي شوي کس روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره ډیر کله دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د تیز تګ او د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کیږي، چې قربانیان یې عام خلک وي.
