اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د څار او ځواب ويلو کميټې رييس جيمز کامر وايي، چې له افغانستانه د وتلو په تړاو څېړنو کې له سيګار سره د بايډن د حکومتي ادارو نه همکاري «د منلو وړ نه ده.»
ښاغلي کامر نن (چهارشنبه، ۳ د غبرګولي) د امريکا د حکومت چارواکو ته په يوه ليک کې له هغوی غوښتي چې د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې له ځانګړې څارونکې ادارې (سيګار) سره بشپړه همکاري وکړي.
د امريکا د څارنې او ځواب ويلو د کميټې رييس وايي، چې د افغانستان په چارو کې ځانګړي څارونکې ورته ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت، دفاع وزارت، د خزانې وزارت او د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره (USAID) د افغانستان په اړه د څېړنو مخنيوی کوي.
ده زياته کړې چې سيګار د استازو مجلس د څارنې او ځواب ويلو کميټې ته په ځلونو راپور ورکړی چې يادې ادارې له افغانستانه د وتلو په تړاو روانو څېړنو کې مرسته نه کوي.
ښاغلي کامر ليکلي: «دا نه همکاري د منلو وړ نه ده. دولت د سيګار د څار له مهم کار څخه ډډه نشي کولای او نه هم په افغانستان کې د ويرجنې ماتې په اړه پر ځواب ويلو سترګې پټولای شي.»
د امريکا د استازو مجلس د څار او ځواب ويلو کميټه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو او د امريکايي وګړو او افغان متحدينو د تخليې د بهير په اړه ارزونه کوي او وايي چې د دې څېړنو د کولو لپاره سيګار د دې کميټې يو مهم همکار دی.
د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو د اپريل پر ۱۹مه د امريکا د استازو مجلس د څار او ځواب ويلو کميټې په استماعيه غونډه کې وويل، چې «د امريکايي ماليه ورکوونکو ډالر د طالبانو لاس ته لوېږي او د بايډن حکومت د سيګار د څېړنو مخنيوی کوي».
د امريکا د استازو مجلس د څار او ځواب ويلو کميټې رييس په خپل ليک کې ويلي، چې په څېړنو کې د بايډن د ادارې نه همکاري د خپلواکې، پياوړې او معنادارې څارنې په کولو کې د سيګار وړتيا ضعيفه کړې ده.
ده زياته کړې چې کله د امريکا ماليه ورکوونکي د افغانستان له خلکو سره خپلې مالي مرستې ته دوام ورکوي، اړينه ده چې «د سيګار د ماموريت پر وړاندې خنډ نه وي.»
د امريکا د استازو مجلس د نظارت او ځواب ويلو کميټې رييس دا ليک د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن، دفاع وزير لويډ آسټين، د خزانې وزير جان يلين او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې رييس سامانتا پاور ته لېږلی دی.
د امريکايي ځواکونو د وتلو او له افغانستانه د امريکايي وګړو او افغان همکارانو د تخليې بهير له پراخو نيوکو سره مخ شوی. تر دې نيوکو وروسته د امريکا د استازو مجلس پرېکړه وکړه چې په دې اړه څېړنې وکړي.
