اطلاعات روز: په لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ یې په دغه ولایت کې د ښځینه ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ازموینه اخیستې، چې له ډلې یې ۲۶ تنې بریالۍ او په قراردادي ډول به په دندو وګمارل شي.
د پوهنې ریاست طالب ویاند شاپور عرب نن (سې شنبه، ۲ د غبرګولي) رسنیو ته په لېږل شوې خبرپانه کې ویلي، چې دغه شمېر ښځینه روزنکي د دولسم ټولګیو او ښځینه ښوونکو د علمي کچې لوړولو په موخه د دوو کلونو لپاره په قراردادي ډول وګمارل شوې او مالي لګښت یې د یونیسف ادارې له خوا ورکول کیږي.
هغه په خبرپاڼه کې زیاته کې چې په یاده ازموینه کې تر لېسانس کچې پورې ۴۰ تنو ګډون کړی وو، چې ۲۶ تنه یې له ډلې د لوړو نمرو په تر لاسه کولو بریالۍ شوې دي.
یونیسف یا د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق ادارې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان له پوهنې ډګر سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی او خلک د دوی ملاتړ په یاد ډګر کې خورا مهم بولي.
