ارزګان کې له طبیعي پیښو زیانمې شوې کورنۍ: هیڅ ډول مرستې مو نه دي ترلاسه کړي

ارشیف

اطلاعات روز: ارزګان کې د طبیعي پیښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ ادعا کوي چې د زیاتو زیانونو سره-سره چې دوی ته اوښتي تر اوسه یې هیڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه کړي، خو د طالبانو مسوولین وایي، چې په تېر یوه کال کې یې زرګونه کورنیو ته مرستې رسولي دي.

د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې د کريم الله په نوم يو کس چې د ورښتونو له امله یې څه موده مخکې د کور چت پريوتی او پرمهال يې د کورنۍ يو غړی مړ او بل ټپي شوی ادعا کوي چې يوازې د سرې مياشتې رياست لخوا ورسره کمه اندازه مرسته شوې او نور هيچا ورته پاملرنه نه ده کړې.

هغه وايي، دا مهال د ستونزو ډک ژوند تیروي او نه پوهیږي چې خپل ویجاړ کور څنګه جوړ کړي.

سميع الله چې د ارزګان ولايت د شهيد اساس ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي، سيلابونو يې کور نړولی او په کور کې د استفادي وړ ټول توکي یې اوبو وړي دي.

نموړی زیاتوي، چې تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او نه هم دومره وس لري چې یو ځل بیا خپل کور ورغوي.

هغه پر نړيوالو مرسته کوونکو ادارو او د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې د ژمي له رارسيدو مخکې دې ورسره د کور په جوړيدو کې مرسته وکړي.

ده زياته کړه: «هیچا راسره مرسته نه ده کړې څو ځلې مې عريضې هم وکړي، خو چا سره د کور په جوړيدو کې مرسته ونه کړه.»

خو ارزګان کې د طالبانو د طبیعي پیښو سره د مبارزې رییس خالد بیا وایي، چې د طبیعي پیښو له زیانمنو شویو نږدې ۱۰ زره کورنیو سره یې مرستې کړې دي.

خالد د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو ډول نه دی په ډاګه کړی خو زیاتوي: «د تير يوه کال په موده کې زموږ درياست لخوا څخه ۸۳۵۱ سيلاب ځپلو کورنيو سره او د موسېساتو لخوا څخه ۱۶۲۷ سيلاب ځپلو کورنيو سره مرستې ترسره شوي زموږ رياست به په راتلونکي کې هم په ارزګان کې له طبیعي پيښو زيانمنو شویو کورنيو سره مرستې وکړي.»

نموړی همدا راز زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې دغلته د طبیعي پیښو له امله سلګونه حیوانات تلف شوی، زرګونه جریبه ځمکه زراعت او ۱۵ سوه او ۸۳ کورونه ویجاړ شوي دي.

د ده په خبر، چې په یادو طبیعي پیښو کې د ښځو، نارینه وو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان مړه او ۱۷ ټپیان شوي هم دي.

تير کال په ټول هېواد کې د بې موسمه ورښتونو له امله سيلابونه راووتل چې خلکو ته یې په زیاته اندازه مالي او ځاني زیانونه واړول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه