اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ ميلادي کال پر مهال په هيواد کې تر ۲۰.۳ ميليونو زيات وګړي خدماتو او په بېلابېلو برخو کې د خونديتوب مرستو ته اړتيا لري.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۲ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې چې د «ملکي وګړو د خونديتوب د اونۍ» په مناسبت يې خپور کړی ليکلي، چې دا کسان د «عمومي خونديتوب»، «د ماشومانو خونديتوب»، «د جنسيت پر اساس تاوتريخوالي» او د «ماين» په برخو کې خونديتوب ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې د دې وګړو د اړتياوو پوره کولو لپاره د ۲۰۲۳ کال پر مهال ۱۷۰ ميليونه ډالرو مرستې ته اړتيا ده.
دې بنسټ تېره ورځ اعلان کړی و، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا به د ملکيانو د خونديتوب اونۍ په مناسبت (د می له ۲۲مې تر ۲۵مې) پورې غونډه وکړي. د دې بنسټ په وينا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به په دې غونډه کې خپل راپور وړاندې کړي.
