د پکتیکا زلزله ځپلو لپاره ۵۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې ادارې یا CWSA موسېسې په مالي ملاتړ ۵۰ کورونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په دغه ولایت کې پېښو ته د رسېدو ریاست طالب چارواکي وايي، دا کورونه چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست تر چتر لاندې جوړ شوي ورباندې له ۱۰ میلیونو ډېرې افغانۍ لګښت راغلی دی.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو بېړنیو پېښو ته د رسېدو رییس مطیع الله منصور وايي، د جوړو شویو ۵۰ کورونو له ډلې په هر یو ۲۱۶۰۰۰ افغانۍ مصرف شوی چې  دوه د اوسېدو خونې، دهلیز او یو پخلنځی پکې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کورونه د دوو کاري میاشتو په موده کې جوړ او له زلزلې زیانمنو شویو خلکو ته د اوسېدو لپاره په واک کې ورکړل شول.

په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلې کورنۍ د دې کورونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، د سرپناه برخه کې به یې شته ستونزې تر ډېره  هوارې شي.

له دې وړاندې هم د بېلابېلو نړیوالو موسېساتو او په کور دننه د خیریه بنسټونو له لوري د پکتیکا ولایت په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو خلکو ته د سرپناه لپاره کورونه جوړ شوي چې تر ډېره یې د سیمې د خلکو ستونزې هوارې کړې دي.

د یادونې ده، چې د تېر ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې یوې زورورې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځینو سیمو کې سلګونه کسان مړه، زرګونه ټپیان او خلکو ته یې د نورو مالي زیانونو سربېره په ګڼ شمېر کې څاروي هم له منځه یوړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه