اطلاعات روز: د ښځينه حقونو فعاله او په سویلي افريقا کې د نژادي اپارتايډ پر ضد د مقاومت د مشر نيلسن منډيلا مېرمنې ګراسا ماشل ويلي، چې د طالبانو له لوري د افغانستان د ښځو ځپل جنسيتي اپارتايډ دی او نړۍ بايد مبارزه ورسره وکړي.
دې ټلګراف انګريزۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې د نړۍ غبرګون د هغو شر خوښوونکو پر خلاف چې اوس حکومت کوي او پر ښځو يې بنديزونه لګولي دي، نرم دی.
ګراسا ماشل ټينګار کړی چې نړۍ بايد پر طالبانو فشار راوړي او وښيي چې نړيواله ټولنه د دې ډلې تبعيض نه مني.
دې زياته کړې: «طالبانو چې کله د د ۲۰۲۱ په اګست کې د افغانستان هغه دولت چپه کړ چې د نړيوالو له ملاتړه برخمن و، تر دې وروسته يې په زياتېدونکې کچه ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف کړې دي. دا د اپارتايډ يو ډول دی، جنسيتي اپارتايډ. زه له همداسې تعريف سره موافقه يم.»
د نيلسن منډيلا د مېرمنې په اند، نړۍ چې په سویلي افريقا کې د توکميز اپارتايډ پر وړانديې کوم استقامت ښودلی، د افغانستان په تړاو هم بايد همداسې وکړي.
نوموړې دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړيواله ټولنه وايي، چې له طالبانو سره تعامل ضروري دی.
اغلې ماشل ويلي، چې نړيواله ټولنه نشي کولای د افغانستان د ۵۰ سلنې وګړو په اړه پرېکړه طالبانو ته پرېږدي.
دې زياته کړې: «موږ بايد د هغوی د ښکېلولو لپاره خلاقانه لارې ومومو او طالبان بايد وننګوو چې ووايي د انساني اند له مخې دا د منلو وړ نه دي او يوازې د ښځينهتوب له وجې تبعيض د منلو وړ نه دی.»
اغلې ماشل د موزمبيک يوه وتلې سياستواله او د ښځينه حقونو فعاله ده چې نړيوالو ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره هڅې کوي.
دې له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د موزامبيک له پخواني ولسمشر سامورا ماشل او تر دې وروسته له ښاغلي منډيلا سره واده وکړ.
