اطلاعات روز: د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوې وحشي ګيدړې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون ۲۲ کسان داړلي دي.
په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ناوې سيمه اړوند «حسنزو» کلي يوه اوسېدونکي شریف الله اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۳۱ د غویي) غرمه مهال يې کور ته يوه وحشي ګېدړه ننوتلې، ميرمن او دوه ماشومان یې ورته داړلي دي.
نوموړی زیاتوي، له هغه وروسته دغه ګيدړه په نورو کورونو ننوتلې او په لاره کې یې سپين ږيري او ماشومان هم داړلي او ټپيان کړي دي.
همدارنګه د همدې سيمي يو بل اوسېدونکي عصمت الله اطلاعات روز ته وويل، پرون مازديګر يوې وحشي ګيدړې ددوی په کلي او نورو سيمو کې ۲۲ کسان داړلي دي.
هغه وايي، هڅه يې کړې چې دغه وحشي کيدړه ووژني خو په وينا يې چې ترې تښتیدلې او په يوه وچ کارېز سيمه کې پټه شوې ده.
نوموړی زياتوي چې د سپين بولدک په ناوې او شاوخوا سيمو کې اوس مهال هم وحشي کيدړې شتون لري چې کله ناکله خلک داړي او زخمیان کوي يې.
په ورته وخت کې د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيتي مسوولين هم دا پېښه تایيدوي او وايي، چې د ګيدړې د لټون او وژلو هڅې يې پېل کړي دي.
دوی وایي، چې دغې ګيدړې پرون د سپين بولدک په «ناوې» سيمه کې د دريو کليو ۲۲ کسان ټپيان کړي چې پکې درې ښځې، څلور سپين ږيري او پنځلس ماشومان شامل دي.
مسوولین زیاتوي، ګيدړې ټول کسان سخت داړلي او د درملنې او واکسین کولو په موخه یې کندهار کې ميرويس حوزي روغتون ته لېږدولي دي.
ياده دې وي چې تردې وړاندې د وحشي ګيډړو په ګډون د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې ليوني سپيانو هم خلک داړلي دې.
روغتياپالان وايي، که د دغو کسانو درملنه په ښه ډول سره ترسره نه شي نو د ۴۵ ورځو په جريان کې به ژوند له لاسه ورکړي.
