تورخم کې هټيوال د فساد له امله شکایتونه لري

اطلاعات روز: د تورخم ښارګوټي یو شمیر هټیوال په تورخم ښاروالۍ او د ټرانسپورټ په مدیریت تور پورې کوي، چې د دوی پخواني دوکانونه یې د نویو دوکانو په بدل کې وران کړي او د نویو د ورکړې ژمنه یې کړې خو تراوسه ورته دوکانونه نه دي سپارل شوي.

اجمل شنیواری یو له دغه دوکاندارانو دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د یادو هټیو د بندیدو له امله یې نه یوازې سوداګري زیانمنه شوې بلکي په زرګونه خلک ورسره بې روزګاره شوي هم دي.

نوموړی له حکومته د نوي سوداګریز جوړ شوي مارکېټ پرانسته غواړي. شینواری زیاتوي: «مونږ سره پخواني والي ژمنه کړې وه چې زاړه دوکانونه به مو وران کړو او نوي به درته جوړ کړو خو ډیر وخت وشو جوړشوي دوکانونه نه راکول کیږي او ښاروالي انې بهانې کوي.»

هټيوال د فساد له امله شکایتونه هم کوي او د تورخم ښاروالۍ او ټرانسپورټ مسوولین په فساد کې ښکیل بولي او وایې چې له هیټوالو په یوه او بله بهانه رشوت اخلي.

له دغو هټیوالو یې یو تن د ستوري ګل په نامه اطلاعات روز ورځپاڼې ته هغه اسناد هم وښودل، چې د دوی په وینا په کې د ښاروالۍ او ټرانسپورټ مامورین په فساد ښکیل دي او لاسلیکونه یې کړي دي.

ستوري ګل وویل: «ښاروالۍ او ټرانسپورټ دواړه یو شوي او دلته له دوکاندارانو پېسې اخلي. نن دوکانونه بند کړي سبا ته یې بیرته خلاص کړي خو چې پېسې ورکړې. همدا ښاروال او د ټرانسپورټ مدیر په خپله فساد کې ښکیل دي.»

په ورته مهال د تورخم ښاروالۍ مسوولین پر دوی لګول شوي تورونه بې اساسه بولي. د تورخم ښاروال رحت ګل زیارمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یو شمیر کړۍ یې د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي او هڅه کوي په تورخم ښارګوټي کې د اصلاحاتو مخنیوی وکړي.

ښاغلی زیارمل وایي:  «مونږ په تورخم کې له هیچا رشوت نه اخلو کوم سند چې له تاسو سره شریک شوی هغه هم جعلي دی او غواړي له دې لارې پر مونږ فشار راوړي او د اصلاحاتو مخنیوی مو وکړي.»

خو ولایتي چارواکي وایي، تازه یې د تورخم په ښارګوټي کې د راپورته شویو ستونزو د حل په موخه یو پلاوی استولی، چې پایلې به یې وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم په ښارګوټي کې د فساد خبره کیږي له دې وړاندې هم د ولسي جرګې یو پلاوي ویلي وو، چې د ننګرهار په عایداتي او ځانګړي ډول تورخم کې هره ورځ میلیونونه افغانۍ فساد کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه