ارزګان کې یوه روغتیایي ټیم د سلګونه کسانو د سترګو وړیا درملنه پېل کړې

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې یوه روغتیایي ټیم چې د استرالیا هیواد مالي ملاتړ له ځان سره لري دغلته د سلګونو هغو کسانو وړیا درملنه پېل کړې چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې د خپلو سترګو د درملنې وس نه درلود.

د دغه روغتیایي ډلې مسوولین وایي، تر دې دمه یې تر دوه زره پورې د هغو ناروغانو درملنه کړې چې د سترګو لید کې یې ستونزې درلودې.

د یادې روغتیایي ډلې مشر محمد يوسف عثماني وايي، په دې ولايت کې په زيات شمير داسې ناروغان شته چې د سترګو ناروغي لري او په خبره يې چې دوی د مجهزې ټکنالوژۍ په مرسته د يادو کسانو درملنه کوي.

نوموړی زیاتوي، هره ورځ دوی ته د مرکز ترینکوټ او ولسواليو څخه تر ۳۵۰ هغه کسان مراجعه کوي چې د سترګو له ناروغیو شکایت لري.

هغه زياته کړه: «د ورځې د ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ پورې کسانو OPD کوو تراوسه مو ۲۰۰۰ کسان کتلي مختلفې ناروغۍ دي موسمي ناروغۍ زياتې دي.»

هغه ناروغان چې دغه وړیا مرکز ته د خپلو سترګو د درملنې په موخه راغلي وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یې نشول کولای چې خپله درملنه وکړي.

د دغو ناروغانو له ډلې څخه يو هم عبدالعزیز دی وایي، شاوخوا ۱۵ کاله يې په تور تيارو کې تيرې کړي او اوس يې د سترګو درملنه شوې ده.

هغه د دغه روغتيايي ټيم څخه خوښ دی او د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي چې په دايمي ډول دې ارزګان کې د سترګو د ډاګټرانو د نشتون ستونزه حل کړي.

اخوا ارزګان کې د طالبانو د روغتیا ریاست مسوولین بیا وایي، چې په دې ولایت کې د سترګو هیڅ متخصص ډاکټر شتون نلري چي له امله یې دوی اړ شوي چي د خیریه بنسټونو څخه په همکارۍ له نورو ولایتونو څخه په وقفه یي ډول یو ټیم راوغواړي تر څو دلته د خلکو درملنه وکړي.

د دې ولايت د عامې روغتيا ریاست مرستيال فتخ خان له نورو روغتيايي نړيوالو سازمانونو څخه هم غوښتنه کوي چې دې ولايت کې دې په روغتيايي برخه کې همکاري وکړي.

د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې تل خلک شکایت کوي چې دوی کافي روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسی له کبله د بېلابېلو ناروغیو کړیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه