د ملا حسن آخوند ناروغي؛ طالبان هیوادوالو او رسنيو ته: د تشويش اچونې او تبليغاتو هڅه مه کوئ

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په رسمي توګه اعلان کړی چې د دې ډلې رییس الوزرا په کندهار کې تر درملنې لاندې دی او د ده مسووليت مولوي عبدالکبیر ته سپارل شوی دی.

مجاهد نن (چهارشنبه، ۲۷ د غویي) په يوه ټويټ کې رسنيو او هیوادوالو ته په خطاب کې ويلي: «دا کار په حکومتولۍ کې یوه عادي چاره ده. څوک دې په دې اړه د تشويش اچونې او تبلیغاتو هڅه نه کوي او نه دې هم هیوادوال کومه اندیښنه لري.»

د ملا حسن آخوند د ناروغۍ په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

نوموړي په وروستي ځل د قطر له لومړي وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د بهرنيو چارو له وزير سره په کندهار کې ليدلي چې ويډيو يې هم خپره شوې وه.

پرون راپور ورکړل شو چې د طالبانو د کابينې سرپرستي د دې ډلې د رییس الوزرا سياسي مرستيال عبدالکبير ته سپارل شوې ده.

د عبدالکبير د دفتر رييس حسن حقار اطلاعات روز ورځپاڼې ته په يوه پيغام کې دا بدلونونه تاييد کړل خو نور جزييات يې ورنه کړل. د ده په وينا، عبدالکبير د «کفیل» په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالکبير د طالبانو يو له لوړپوړو چارواکو دی چې د ملګرو ملتونو له بنديزونو سره د مخ کسانو په لیست کې دی. دی د طالبانو په مرګونو بريدونو کې په لاس‌لرلو تورن دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه