خوست کې د یوه ملا امام په کور کې چاودنې څلور ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د خوست ولایت په اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا امام په کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز اطلاعات روز ته وویل، چې دا پېښه نن سهار (سې‌شنبه، ۲۶ د غویي) د اسماعېلو خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند په «بهرام خېلو» سیمه کې د محمد فاروق په نوم د یو ملا امام په کور کې رامنځته شوې، چې دوه کوچنۍ نجونې پکې وژل شوي او یوه بله نجلۍ او هلک ټپیان دي.

ګربز زیاته کړه چې تر اوسه د چاودنې لامل نه دی په ډاګه شوی خو په خبره یې چې په دې اړه یې پلټنې پېل کړي دي.

په ورته مهال بیا د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني هم پېښه تاییدوي خو وايي، چې د پلټنو لپاره د مسلکي کسانو یو ټیم سیمې ته رسېدلی دی.

بلخوا په خوست ولایت کې یو شمیر ځايي سرچینې دا پېښه د بې پیلوټه الوتکې هوايي برید یاد کړی او ویلي دي چې له نن سهار راهیسې په مندوزیو ولسوالۍ کې بې پیلوټه الوتکې پروازونه کول، خو په دې اړه یې ډیر څه ونه ویل.

څه موده وړاندې هم په خوست ولایت کې د پاکستانۍ الوتکو له لوري په پاکستاني طالبانو هوايي بریدونه شوي، چې په هماغه وخت کې طالبانو یاده پېښه رد کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه