ننګرهار کې د زده کوونکو له لوري د جوړو شویو توکو یو ورځنی نندارتون

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري نن (دوشنبه، ۲۵ د غویي) د دولتي او خصوصي لېسو د ښوونکو او زده کوونکو د تولیداتو او لاسته راوړنو لپاره یوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې رییس حبیب حضرت حقاني وایي، په دې نندارتون کې د زده کوونکو له لوري لاسي صنایع، کرنیز توکي، داخلي تولیدات، تخنیکي تولیدات، نوښتونه او لاسته راوړنې نندارې ته اېښودل شوې وې.

نوموړی وایي، د دې نندارتون موخه زده کړو ته د زده کوونکو هڅونه او کورنیو تولیداتو او صنایعو لپاره بازار موندنه ده.

حقاني زیاتوي: «د ننګرهار په میا عمر لېسه کې دپوهنې ریاست له لوري دخصوصي او دولتي لېسو د زده کوونکو له لوري د لاسي صنایع، داخلي تولیداتو او نورو په لاس جوړو شویو توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې موخه یې زده کړو ته د زده کوونکو هڅول او دغه راز کورنیو تولیداتو ته دخلکو پام اړول دي.»

د نندارتون ګډونوال او د لېسو او ښوونیزو ادارو زده کوونکي بیا خوښ دي، چې خپل تولیدات یې نندارې ته ايښي، خو دوی د امکاناتو له کمښته شکایت لري.

ښکلا چې د نازو انا لېسې د پنځم ټولګي زده کوونکې ده وایي، که پام ورته وشي نو زده کړیالان به ډېرې لاسته راوړنې ولري.

هغه وایي، له لاسي تولیداتو پرته بل څه کې پر مخ نشي تللی او په خبره یې که زمینه ورته برابره شي نو دوی کولی شي، خپل ژوند په خپله پر مخ بوځي او ورځنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي.

ښکلا زیاته کړه: «مونږ نن په دې نندارتون کې بېلابېل توکي نندارې ته ایښي وو او دا ټول د شاګرانو له لوري او د دوی په لاس جوړ شوي وو، خو که مونږ ته دکار او په تولیدي برخه کې نوره زمینه هم برابره شي ډیر کار کولای شو او له دې لارې خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کولای شو.»

بلخوا ښوونکي بیا دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره ډېر ګټور بولي.

دوی وایي، که مسوولین د دوی د تولیداتو لپاره د پلور بازار برابر کړي خپل تولیدات به لا زیات کړي.

په نندارتون کې په لاس جوړو شويو توکو د خلکو پام ور اړولی دی.

زیات شمېر خلک د کورنیو تولیداتو لیدلو ته راغلي او هر څوک د خپلې خوښې وړ توکي پېري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه