له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه څېړنې؛ مک کال د ليکلو مرکو غوښتنه وکړه

انځور: via CNN

اطلاعات روز: د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال وايي، چې له افغانستانه د دې هيواد د وتلو په اړه يې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځينو اوسنيو او پخوانيو چارواکو ليکلې مرکې غوښتې دي.

د سي ان ان د راپور له مخې، مايک مک کال په پرونۍ (يکشنبه، ۲۴ د غویي) خپرې شوې اعلاميې کې د پنځو چارواکو د مرکې غوښتنه کړې ده.

ده ويلي، چې د څېړنو له لارې دې پايلې ته رسېدلی چې دا پنځه کسان له افغانستانه د بايډن د حکومت د ويرجنې وتنې د څرنګوالي په اړه مهم معلومات لري.

مايک مک کال زياته کړې: «د شواهدو د راټولولو په دوام کميټه د حکومت له هغو پخوانيو او اوسنيو چارواکو سره مرکې کوي چې [له افغانستانه] د وتلو د برنامې په پلانولو کې داخل و.»

دا غوښتنې تر هغه وروسته کېږي چې مک کال د دې هيواد د بهرنيو چارو وزیر آنټوني بلينکن ګواښلی و چې که له افغانستانه د امريکا د وتلو په تړاو د محرمانه ټلګراف په اړه امريکايي قانون جوړوونکو ته وضاحت ورنه کړي «کنګرې ته د سپکاوي» له تور سره به مخ شي.

مک کال له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه څېړنې پېل کړې دي.

جمهوريت غوښتونکي او ډيموکراټان وايي، چې د هغو بې نظمه عملياتو په اړه هيڅ بشپړ راپور نه دی تيار شوی چې له کبله يې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امريکايي نظاميان ووژل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه