ارزګان کې نهه سلنه ماشومان په بشپړ ډول د پولیو له واکسین بې برخې دي

اطلاعات روز: د ارزګان په ګډون د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې نن (دوشنبه، ۲۵ د غویي) د پولیو ضد واکسین کمپاین داسې مهال پېل شو چې لا هم په دغه ولایت کې ۹ سلنه ماشومان په بشپړ ډول د پولیو له واکسین بې برخې دي.

ارزګان کې د واکسين د برخې مشر بخت محمد مصطفی وايي، چې دغلته نږدې ۹ سلنه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلونو کم دي د عامه پوهاوي نشتون له امله په بشپړ ډول له پولیو واکسين څخه پاتې کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د واکسین په اوسنۍ دوره کې به په ټول ولایت کې ۲۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي چې ۴۶ سلنه به یې کور په کور او پاتې ۵۴ سلنه به سایټ په سایټ واکسین شي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې ارزګان کې روغتیایي چارواکو خبر ورکړی و، چې یاد ولایت کې ۳۰ سلنه ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې دي.

خو بخت محمد مصطفی بیا زیاتوي، چې دوی په سيمه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کولو، لېرې سيمو ته د واکسين د رضاکارانو رسيدنه او د امنيتي ستونزو نشتون د دې لامل شوي چې ۲۱ سلنه هغه ماشومان چې په تيرو وختونو کې له پوليو واکسين څخه بې برخې و اوس ورته واکسين ورسوي.

هغه وايي، هڅې يې روانې کړي ترڅو طالب چارواکي قانع کړي ترڅو په ټول ارزګان کې کور په کور واکسین ته اجازه ورکړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې واکسیناتورانو ته اجازه نه ورکوي چې کور په کور واکسین تطبیق کړي.

په ورته وخت کې ځايي اوسيدونکي هم د کور په کور واکسين له تطبیق څخه هرکلی کوي او زياتوي چې د کور په کور واکسين د تطبیق له امله نږدې ټولو ماشومانو ته واکسین رسیږي.

د دې ولايت يو اوسيدونکی ملک شفيع الله د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې په ټول ولايت کې اجازه ورکړي ترڅو کور په کور پر ماشومانو واکسين تطبیق شي.

هغه زياته کړه: «کله چې ماشومانو ته کور په کور واکسين نه رسيږي ډير ماشومان له واکسين څخه بې برخې کيږي حکومت دې یا موږ ته د دې لامل ووايي چې ولې یې کور په کور د واکسين مخه نیولې او يا دې اجازه ورکړي چې په ټولو سيمو کې پر ماشومانو کور په کور واکسين تطبیق شي.»

طالبان له ۲۰۱۴ کال وروسته په یو شمیر سویلي ولايتونو کې تر خپل واک لاندې سيمو کې کور په کور د واکسين پلي کولو مخه ونیوله چې تراوسه پورې په ارزګان کې دغه لړۍ روانه ده او په ډيرو سيمو کې طالبان له کوم دليل ويلو پرته د واکسيناتورانو ډلې ته اجازه نه ورکوي چې کور په کور پر ماشومانو واکسين تطبیق کړي.

د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې په داسې حال کې د پوليو د واکسين کمپاین پېلیږي چې په ۲۰۲۳ کال کې دوې د پوليو مثبتې پيښې د ننګرهار په بټې کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او اړتیا ده چې خلک په عام ډول د دې ناروغۍ د مخنیوي په پار واکسین عملي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه