اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن د قطر له لومړي وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او بهرنيو چارو وزير سره ټیليفوني خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې ټیليفوني خبرو کې د دوحې او واشنګټن پر دوه اړخيزو اړيکو، په افغانستان کې پر بدلونونو او په فلسطيني خاوره کې د وروستيو نښتو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې دواړو د فلسطيني او اسراييلي اړخونو تر منځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په خبرپاڼه کې ويلي، چې بلينکن د غزې د وروستيو نښتو پر مهال د قطر د دوامدارو هڅو له وجې له عبدالرحمن آل ثاني څخه مننه کړې ده.
ده له افغانستان سره د قطر د مرستو هم مننه کړې.
دا ټیليفوني خبرې کندهار ته د قطر د بهرنيو چارو د وزير تر سفر او هلته د طالبانو له مشرانو سره تر ليدنې وروسته شوې دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند سره د قطري پلاوي په ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت، د قطر او افغانستان تر منځ د باور د سطحې د پورته کولو، د زده کړې په برخه کې د عملي همکاريو، روغتيا او اقتصاد په اړه خبرې شوې دي.
په کندهار ولايت کې سرچينې وايي، چې د نجونو زده کړې، د ښځو کار، روغتيايي مرستې او د دوه اړخيزو اړيکو ټينګښت د دواړو طرفونو تر منځ د بحث مهم موضوعات و.
په کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې ملا محمد حسن آخوند له طالبانو سره د دوحې له پخوانيو او اوسنيو همکاريو او مرستو مننه کړې او د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام يې ټينګار کړی دی.
