ختیځو ولایتونو کې سبا د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پېلیږي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: ننګرهار کې د پولیو د لومړنۍ مثبتې پېښې له ثبتیدو وروسته سبا دوشنبه (۲۵ د غویي) په ټولو ختیځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پېلیږي.

دغلته د پولیو واکسین د کمپاین مسوولین وایي، چې یاد کمپاین له تېرو سره په توپير پېلوي او لامل یې په ختیځ کې د پولیو د وایروس شته ګواښ یادوي، چې تازه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزن مثبته پېښه ثبته شوې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي وایي، دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، چې پرمهال به یې په ټول ختیځ کې له پنځو کلونو کم عمره څه باندې اته لکه ماشومانو ته دپولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

رحیمي زیاتوي: «سبا دوشنبه په ختیځ کې د پولیو واکسین څلور ورځنۍ کمپاین پیلیږي، چې پرمهال به یې له اته سوه زرو څخه زیات ماشومان واکسین شي او له وړاندې هم ختیځ د پولیو وایروس د شتون خطر موجود و او په دې برخه کې زیات کمپاینونه ترسره شوي هم دي.»

دا کمپاین داسې مهال پېلېږي چې تازه د ننګرهار به بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

نوموړی وایې دا په  روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ده چې ثبت شوه.

رحیمي زیاتوي: «د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکې نازو چې د اکبر شاه لور وه، له کوچني اختر مخکې ناروغه او بیا پوهنتون روغتون کې بستر وه؛ ماشوم سینه بغل، اسهالات او دغه راز سویې تغذیه ناروغۍ هم درلوده او دا ماشومه د اختر په ورځ مړه شوې خو نمونه یې د اپریل په ۱۴مه اخیستل شوې او بیا پاکستان ته د معایناتو لپاره استول شوې وه او د اپریل په ۲۵ مه یې نمونه مثبت شوې چې هلته له تشخیص وروسته معلومه شوې چې یاد ماشوم پر ګوزڼ یا پولیو ویروس اخته شوی دی.»

عام خلک ټینګار کوي چې کورنۍ باید په عام ډول د پولیو واکسین عملي کړي څو د دې ناروغۍ خطر راکم شي.

د ننګرهار اوسیدونکی اجمل خان بیا له روغتیایي چارواکو د پولیو واکسین د کمپاین پر چټکوالي ټینګار کوي.

اجمل خان زیاتوي: «ډیره بې غوري د کورنیو له لوري هم کیږي چې خپل ماشومان نه واکسین کوي او په یوه او بله بهانه یې له واکسین کولو څخه محروموي، چې بیا د ماشومانو د فلج لامل کیږي ټولو کورنیو ته په کار ده چې خپل ماشومان واکسین کړي او په دې برخه کې عامه پوهاوی هم مهم دی، څو خلک وهڅیږي چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

دا په روان عیسوي کال کې لومړنۍ مثبته پېښه ده چې ثبت شوه او په تېر کال کې هم په ټول هېواد کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې یوه یې په کونړ او بله یې پکتیا ولایت کې وه.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او اړتیا ده چې خلک په عام ډول د دې ناروغۍ د مخنیوي په پار واکسین عملي کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه