اطلاعات روز: د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.
پېښه تېره روځ (جمعه، ۲۲ د غویي) ماسپښین مهال د یاد ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د «لوړتۍ جانخیلو» په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ یو کس د مقابلې کورنۍ له لوري په «لور» وهل شوی او د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو دوی یې د نیولو هڅې روانې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او شخړو پېښې زیاتې شوي چې له امله یې ځینې کسان ټپیان او وژل شوي دي.
