کندهار کې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د تریشل جوړولو فابریکه جوړه شوې

اطلاعات روز: هيواد کې د غنمو حاصلاتو له رسيدو سره يو وخت د کندهار ولایت په صنعتي پارک کې د څه باندې يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د ترېشل ماشینونو جوړولو یوې فابریکې په فعاله کیدو سره د بهرنیو هیوادونو څخه د تریشلونو د وارداتو مخه نیول شوې ده.

د دغې فابريکې مسوول عبدالباقي وایي، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې فعاليت کوي او په همدې موده کې یې د ايران، پاکستان او ځينو نورو هيوادونو څخه د وارېدېدونکو ترېشلونو مخنيوی کړی دی.

نوموړی زیاتوي، اوس مهال د هيواد په کچه نږدې څلور دېرش ولايتونو ته په لوړ کيفيت د ترېشل ماشينونه صادروي او دغه راز يې شاوخوا ۶۰ تنه داخلي او ۶۰ بهرني کارکوونکي په دندو ګمارلي دي.

د ده په خبره، هره مياشت د غنمو شاوخوا ۲۴۰ د ترېشل ماشينونه جوړوي چې د واردیدونکو تریشلونو په پرتله یې بازار ته ارزانه وړاندې کوي.

ده وویل: «خام مواد موږ ټول په افغانستان کې رانيسو، له غزني څخه يې راوړو له هرات څخه يې راوړو، کندهار کې شته بيا موږ دلته دا ترېشلانو ترې جوړوو، پنځه فيصده خام مواد مو هم له بهر څخه نه واردېږي، د حکومت څخه دا غوښتنه لرو چې له بهر څخه دې د جعلي ترېشلانو د واردیدو مخه ونیسي.»

دغه راز د دې فابريکې کارکوونکی عبدالحليم له نور پانګوالو او سوداګرو غوښتنه کوي ترڅو په خپل هيواد کې له فابریکو جوړولو سره بهر ته د ځوانانو د تګ مخه ونيسي.

نوموړي وویل، که ځوانانو ته د هیواد دننه د کار زمینه برابره شي، نو په قاچاقي لارو به بهرنیو هیوادونو ته مخه نه کوي.

د عبدالجبار په نوم د يادې کارخانې يو بل کارکوونکی بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغه ډول فابریکو ملاتړ وکړي ترڅو ځوانان بوخت وساتل شي.

د کندهار صنعتي پارک لپاره د طالبانو امر علي محمد وايي، اوس مهال په کندهار کې د ترېشل ماشينونو د جوړولو دوه کارخونې فعالیت کوي.

هغه وايي، په ټولو برخو کې یې ددغو کارخونو سره همکاري کړې او اوس مهال يې د برېښنا ستونزې ورته حل کړې ده.

دده په خبره: «دلته هره کارخانه د ورځې له ۸ څخه بيا تر ۱۰ پورې ترېشلونه توليدوي، هر ولايت ته له دې ځای څخه انتقال کېږي او ترېشل یې په داسې کيفيت سره دي چې تر ایراني، پاکستاني او هندي ترېشلونو په کار کې هم چسپ او هم بالا کار کوي.»

د معلوماتو له مخې د يوه ترېشل ماشين بيه شاوخوا يو ميليون پاکستانۍ کالدارې کېږي چې تردې وړاندې له پاکستان، ايران او هند هيوادنو څخه هرکال شاوخوا ۳زره دانې د ترېشل ماشينونه واردیدل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه