اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو ۱۴ کلن ځوان د کونړ سیند کې د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی او وړی یې دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه ځوان نن (چهارشنبه، ۲۰ د غویي) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي غوث» سیمه کې د کونړ سیند اوبو ډوب کړی او تراوسه یې مړی نادرکه دی.
نوموړی زیاتوي، دغه ځوان ۱۴ کاله عمر درلود چې له نورو ملګرو سره یو ځای یې په داسې حال کې اوبو ته ځان غورځولی چې لامبو یې نه وه زده او له همدې امله د سیند څپو اخیستی او وړی یې دی.
د ده په خبره، چې هڅې یې روانې کړي ترڅو د یاد ځوان جسد پیدا کړي.
د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ګرمۍ موسم په پېل سره دا ډول پېښې رامنځته کیږي، چې له امله یې ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځي، چې ګڼ یې د بې احتیاطۍ له امله د سیند ښکار کیږي.
