عمران خان نن محکمې ته وړاندې کېږي، ورسره هم مهاله په پاکستان کې ګډوډۍ روانې دي

AP Photo/Muhammad Sajjad

اطلاعات روز: تېره ورځ د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد په يوه محکمه کې د عمران خان تر نيول کېدو وروسته د عمران خان پلويان په ټول هيواد کې له پوليسو سره نښتي او ورسره هم مهاله ګډوډۍ زور اخیستی دی.

ټاکل شوې چې ۷۱ کلن عمران خان به نن (چهارشنبه، ۱۰ د غویي) محکمې ته وړاندې شي، تر څو يې ۱۴ ورځې نور هم په زندان کې وساتي.

قهرېدلو لاريونوالو په لاهور کې د پوځ د يوه جنرال اوسېدنځای ته د اور تر اچولو وروسته د عمران خان ګوند تحريک انصاف پر خپلو پلويانو غږ کړی چې سولييز پاتې شي.

عمران خان د ګڼو تورونو په تړاو محکمې ته حاضرېږي، خو تېره ورځ نيمه پوځي ځواک د ملي احتساب د ادارې په ملاتړ په محکمه کې دننه ونيوه.

تر دې نيونې وروسته په هيواد کې سياسي ګډوډي خپره شوه او تاوتريخوالی پېښ شو چې له امله يې د پاکستان په سويل لوېديځ ښار کويټه کې يو کس وژل شوی او د هيواد په نورو برخو کې ګڼ نور کسان ژوبل دي.

د عمران خان پلويانو پلازمينې اسلام اباد ته نږدې د پوځ پر مرکز بريد وکړ خو اصلي ودانۍ ته ونه رسېدل. نورو لاريوانوالو په لاهور کې د لومړي وزير پر مېشت ځای بريد وکړ خو پوليسو يې مخه ونيوله. همدا راز، لاريونوالو پر پوځي ګاډو او پوځيانو بريدونه کړي او په ډنډو يې وهلي.

د عمران خان د ګوند مرستيال مشر شاه محمود قريشي نن پر خپلو پلويانو غږ کړی چې «عامه تأسيسات مه ورانوئ، پر دفترونو بريد مه کوئ.» ده ويلي چې په ستره محکمه کې به د عمران خان د زنداني کېدو قضيه ننګوي. ده پر خپلو پلويانو غږ کړی چې سولييز پاتې شئ.

د همدې شخړو پر مهال د پاکستاني ارتباطاتو ادارې د ټويټر په شمول ټولنيزې رسنۍ تړلې دي. همدا راز حکومت په اسلام اباد او نورو ښاورنو کې انټرنيټي خدمات هم قطع کړي دي.

د تاوتريخوالي له پراخېدو سره د بېلابېلو هيوادونو ډيپلوماټان او عامه خلک په کورونو کې پاتې شوي. په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو سفارت د چهارشنبې د ورځې ټولې چارې لغو کړي او په پاکستان کې برتانوي سفارتي ماموريت د نوري ګډوډۍ خبرداری ورکړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه