اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې «ناپيژانده وسله والو» یو دوکاندار په ډزو وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی اسحاق وایي، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۷ د غویي) د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اړوند «لنډه بوچ» سیمه کې رامنځه شوې ده.
هغه زیاتوي په یاده سیمه کې ناپيژانده وسله والو د وکیل احمد په نامه پر یوه ۲۵ کلن ځوان چې دوکانداري یې کوله ډزې کړي، چې پرمهال یې نوموړی وژل شوی او د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي.
د نوموړی په خبره وژل شوي کس شخصي دښمني نه درلوده او کورنۍ یې هم نه پوهیږي چې هغه د چا لخوا او ولې وژل شوی دی؟
بلخوا په کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
