اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې له وړمې ورځې راهیسې د شدیدو ورښتونو او راوتلو سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او د دغه ولایت اوسېدونکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
په دې ولایت کې پېښو ته د رسېدو او چمتوالي ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، وروستیو ورښتونو او ږلۍ د دغه ولایت په مرکز ګردېز، څمکنیو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د خلکو فصلونه زیانمن کړي او د نورو مالي تاوانونو سربېره تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د غویي) د سېلاب راوتلو له وجې څمکنیو کې یو شپږ کلن ماشوم هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه ولایت لپاره پېښو ته د رسېدو طالب ریس نثار احمد نجات وايي، تېره شپه د مرکز ګردېز اړوند په «دولتزیو» سیمه کې په یو کور اسماني تندر هم رالویدلی چې ګڼ مالي زیان یې دغې کورنۍ ته اړولی، خو د دوی په خبره چې دې پېښه کې کوم چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.
پکتیا د هیواد له کرنیزو ولایتونو ګڼل کیږي، د غویي په همدې میاشت کې مېوه لرونکې ونې ګل غوړوي، چې وروستۍ ږلۍ بڼوالو ته په دې برخه کې هم سخت تاوان رسولی او د هغوی په خبره چې دا به روان کال په حاصلاتو خورا منفي اغېز وکړي.
