اطلاعات روز: د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په اسلام اباد کې د پاکستان او طالبانو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر درې اړخيزې غونډې وروسته له طالبانو غوښتي چې بايد يو پراخبنسټه حکومت را منځته او معتدل سياستونه غوره کړي.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په وينا د چين، پاکستان او طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزه غونډه تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د غویي) په اسلام اباد کې شوې ده.
ګانګ له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره په يوه خبري غونډه کې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له ګاونډيانو سره دې دوستانه اړيکې وساتي.
ده همدا راز له طالبانو غوښتي چې د پاکستان په شمول دې د تروريزم د خپرېدو په اړه د ګاونډيانو اندېښنو ته پام وکړي او د مخنيوي لپاره دې اقدام وکړي.
ډان ورځپاڼې ليکلي، چې د چين، پاکستان او طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو په درې اړخيزه غونډه کې د سياسي تعامل، له تروريزم سره مبارزه، سوداګرۍ او سيمهييز اتصال په اړه «رغنده» خبرې شوې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ ويلي، چې دا ناسته په سيمه کې له سولې او ټيکاو سره مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري هم له خپل چينايي سيال سره په خبري غونډه کې ټينګار کړی چې د سيمې د ټولنيزې-اقتصادي ودې، اتصال او نېکمرغۍ لپاره په افغانستان کې سوله او ټيکاو اړين دی.
زرداري ويلي: «موږ د يوه سولييز، باثباته، پرمختللي او متحد افغانستان لپاره له ټولو اړخونو سره همکارۍ ته دوام ورکوو.»
ده له طالبانو سره تعامل اړين ګڼلی او زياته کړې يې ده چې طالبانو ته د پاکستان پيغام متقابل دی: «له موږ سره مرسته وکړئ چې له تاسو سره مرسته وکړو.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير تروريزم اصلي مسئله او سره کرښه ګڼلې چې د ده په وينا په سيمه کې د سولې لپاره جدي ګواښ او د افغانستان د خلګو د نېکمرغۍ پر وړاندې خنډ دی.
د افغانستان ګاونديانو بيا – بيا د افغانستان له خاورې د تروريزم د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې خو طالبان يې په مقابل کې ډاډ ورکوي چې هيڅ هيواد ته هم د افغانستان له خاورې ګواښ نشته.
