ننګرهار کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې تیره شپه سختو ورښتونو او سېلابونو په جلال اباد ښار او یو شمیر ولسوالیو کې خلکو ته د ځاني زیان سربیره په زیاته اندازه مالي زیانونه اړولي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ادریس ساپي نن (شنبه، ۱۶ د غویي) وویل، چې تیره شپه په مرکز جلال اباد ښار، ګوشتې، کامې، بهسودو، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، لعلپورې او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې د سر او مال زیان اړولی دی.

نوموړی زیاتوي د یادو سیلابونو له امله د کامې ولسوالۍ په میرزاخیلو سیمه کې د مولوي روح په نامه د یو ځایي اوسیدونکي کور سیلاب وړی؛ چې له امله یې د نوموړي میرمن، دوه لور ګانې او دوه زامنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز د یادې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې ۲۵ کسان د سیلابونو له امله ژوبل شوي دي.

ساپی زیاتوي: «ننګرهار کې د تیرې شپې تیزو بارانونو او سیلابونو له امله په کامې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې څلور ماشومان او یوه یې میرمن ده او دغه راز د سیلابونو له امله د کامې په مختلفو سیمو کې بیا ۲۵ کسان ژوبل شوي او دغه راز ۳۰۰ د استوګنې کورونه او نورې کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي.»

نوموړي وویل، چې سیلابونو په مختلفو ولسوالیو کې په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې له منځه وړي او دغه راز یې دخلکو د استوګنې کورنه هم ویجاړ کړي دي.

د هغه په خبره د سیلاب ځپلو کورنیو سروې یې پېل کړې او له ځینو سره یې عاجلې مرستې هم ترسره شوي دي.

په ورته مهال سیلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي، چې د سرپنا، څښاک اوبو او خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي خو تراوسه ورسره مرستندویه ادارو مرسته نه ده کړې.

شاه ولي د کامې ولسوالۍ د بازیدخیلو سیمې اوسیدونکی دی، چې په شپږ جریبه کرل شوې تازه ترکاري او حاصل ته رسیدلي غنم یې د سیلابونو اوبو لاندې کړي او له منځه تللی دي.

شاه ولي زیاته کړه: «تیره شپه په کامې ولسوالۍ کې لومړی باران بیا ګلۍ وشوه او وروسته سیلابونه راووتل، چې زمونږ ټول د غنمو او تازه ترکارۍ فصلونه او د استوګنې کورنه یې له منځه وړي.»

سیلاب ځپلې کورنۍ وایي، سیلابونو زرګونه جریبه ځمکه تخریب کړې او همداراز هغه کورونه چې سیلابونو ویجاړ کړي اوس له اوسیدو وتلي دي.

د بهسودو ولسوالۍ اړوند د «بېلې» سیمې اوسیدونکی فقرالله چې کرنیزه ځمکه یې سیلابونو له منځه وړې د طالبانو له حکومته د ستونزې پر بنسټيز حل ټینګار کوي.

هغه زیاتوي چې حکومت دې د خوراکي توکو او نورو لومړنیو مرستو ترڅنګ د سیلابونو د مخنیوي په موخه استنادي دیوالونه، سربندونه او نورې بنسټیزې پروژې عملي کړي، څو په راتلوونکي کې سیلابونو د خطر له ګواښه وژغورل شي.

د یادونې ده، چې تیر کال هم ورښتونو او سیلابونو د ننګرهار ترڅنګ په  کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.

د نظر خاوندان په دې باور دي، که حکومت له ګواښه په ډکو سیمو کې بنسټیزې پروژې عملي کړي ښايي راتلونکي کې عام خلک له زیانه وژغورل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه