اطلاعات روز: سختو ورښتونو او سېلابونو د ننګرهار په مرکز او زیات شمېر ولسوالیو کې خلکو ته د ځاني زیان سربیره په زیاته اندازه مالي زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی عزیز الله وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۱۵ د غویي) د یادې ولسوالۍ په میرزاخیلو، بازدخیلو او ماما خیلو سیمه کې سیلابونه راغلي، چې ځایي خلکو ته یې د سر او مال زیان اړولی دی.
نوموړی وایي، چې د تیرې شپې سیلابونو له امله په میرزاخیلو قریه کې د مولوي روح په نامه د یو ځایي اوسیدونکي کور سیلاب وړی؛ چې له امله یې د نوموړي میرمن، دوه لور ګانې او یو زوی خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل زوی یې لا په اوبو کې تری تم دی.
نوموړی دغه راز وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه سیلابونو تخریب کړې او دغه راز حاصل ته رسیدلي فصلونه یې له منځه وړي دي.
عزیزالله زیاته کړه :«د کامې ولسوالۍ په ماماخیلو، بازیدخیلو او میرزاخیلو قریه ګانو کې تېره شپه بارانونو او سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی، چې د یادې ولسوالۍ په میرزاخیلو قریه کې د مولوي روح په نامه د یو اوسیدونکي کور سیلاب وړی چې له امله یې د هغه میرمن، دوه لورګانې، یو زوی مړه شوي او بل زوی په اوبو کې تری تم دی.»
د یادې ولسوالۍ بزګران وایي، چې حاصل ته رسیدلي فصلونه یې سیلابونه له منځه وړي او د کال خواري یې له خاورو سره خاورې شوه.
بلخوا سیلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي چې د سرپنا، څښاک اوبو او خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي خو تراوسه ورسره مرستندویه ادارو مرسته نه ده کړې.
په ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ویلي، چې د تېرې شپې ورښتونو او سيلابونو له امله په کامه کې ځاني او مالي زيانونه اوښتي چې دوی به یې بشپړ معلومات له سروې وروسته رسنیو سره شریک کړي.
