اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو کورنیو ته ځانګړی ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د بیړنیو پېښو ته د رسیدو رییس ثابت الله وایي، دا ښارګوتی د کونړ د نورګل ولسوالۍ اړوند مزار په غرنۍ دره کې د زلزلې او سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د ډنمارک د کډوالو نړیوالې شورا له خوا جوړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي یاد ښارګوټي کې ۸۰ کورونه د طبیعي پېښو زیانمونو شویو لپاره جوړ شوي چې شاوخوا نولس میلیونه افغانیو لګښت پرې راغلی دی.
د هغه په خبره تېرې زلزلې په دې سیمه کې ډېر زیانونه اړولي او له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د طبیعي پېښو زیانمنې شوې کورنۍ هم د یاد ښارګوټي له جوړیدو خوښې دي او وایي، زلزلې یې کورونه وران کړي وو چې ورته ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي او له امله يې له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د دې ښارګوټي په جوړولو خوښ دي.
د نورګل ولسوالۍ د مزار درې یو اوسیدونکی سید میران چې کور یې د زلزلې له امله ویجاړ شوی او سرپناه یې نه لرله وایي، چې له دې وړاندې یې له خپلوانو کره اوسیده او د اوسیدو ځای یې نه درلوده.
سید میران زیاتوي: «زه ډیر خوشاله یم چې زمونږ لپاره دلته کور او سرپناه ستونزه حل شوه، ځکه له دې وړاندې مو کورونه زلزلې وران کړي وو او له زیاتو ستونزو سره مخ وو؛ نو اوس له حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړو چې روغتیایي مرکز او نور خدمات وړاندې کړي.»
د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی نیاز ولي چې په تیرو زلزلو کې یې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه ادارو په روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.
په ورته مهال کونړ کې پېښو ته د رسېدنې چارو مسوولین ډاډ ورکوي چې د نړیوالو موسېسو په همکارۍ به په دې سیمه کې لا زیاتې رغنیزې پروژې عملي کړي.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار دره سیمه کې څو میاشتې مخکې زلزلې او سېلابونو د دې سیمې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړل او اوسېدونکو ته یې درانه زیانونه واړول.
د یادونې ده، چې تیرکال او سیلابونو په ختیځ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.
د نظر خاوندان هم په دې باور دي، که حکومت له ګواښه په ډکو سیمو کې بنسټیزې پروژې عملي کړي ښايي راتلونکي ته عام خلک له زیانه وژغورل شي.
