اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو کس د «ټیک ټاک» ویډیو جوړولو پرمهال خپل ملګری په خطایي ډزو کې وژلی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د غویي) په مومندرې ولسوالۍ کې یو کس غوښتل د ټولنیزو رسنیو لپاره د ټیک ټاک ویدیو جوړه کړي، چې د توفنګچې څخه یې پکې استفاده کړې او د خطایي ډزو پرمهال ترې د محمود په نامه یو ۱۵ کلن ځوان لږیدلی او وژل شوی دی.
نوموړی زیاتوي د یادې پېښې په تور یې یو کس نیولی او د څیړنو پرمهال یې ویلي، چې یاد کس ترې د ټیک ټاک ویډیو جوړولو پرمهال په خطایي ډزو لږیدلی او وژل شوی دی.
نیول شوي کس هم ویلي، چې خپل ملګری ترې د ټیک ټاک لپاره د ویډیو جوړولو پرمهال په خطایي ډزو لګیدلی دی.
