اطلاعات روز: په کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د رسنيو د ازادۍ په نړيواله ورځ د افغانستان د رسنيو د راتلونکي په اړه قوي اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په دې هيواد کې خبريالان د طالبانو له زياتېدونکو بنديزونو، ګواښ او وېرې سره مخ دي.
يوناما ويلي: په داسې حال کې چې نړۍ د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ لمانځي، مګر په افغانستان کې رسنۍ له ستونزو سره مخ دي. نن د می درېيمه چې د غویي له ۱۳مې سره برابرېږي د رسنیو د ازادۍ نړيواله ورځ ده.
د يوناما په اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته رسنيزو متخصصينو افغانستان پرېيښی، زياتې رسنۍ تړل شوي او ښځينه خبريالانې په نامناسبه توګه تر بنديزونو لاندې دي.
يوناما ويلي، چې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو پر وړاندې يې د بشري حقونو د نقض ګڼ موارد مستند کړي چې خپلسرۍ، بد چلند او ګواښونې پکې شاملې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا ويلي، چې خبريالان اړ دي چې د راپور د جوړښت په اړه پرېکړه د وېرې پر بنسټ وکړي، نه د عامه ګټې او «له بده مرغه دا پراخ بهير د بيان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی کموي.»
دې زياته کړې چې وېره، ګواښ او پر خبريالانو پرلپسې بريدونه د منلو وړ نه دي.
دې له طالبانو غوښتي چې د رسنيو ازادي او خپلواکي او د ښځینه او نارينه خبريالانو امنيت دې په يو ډول تضمين کړي.
يوناما زياته کړې، سره له دې چې واکمنو چارواکو له خبريالانو سره د اړيکو په موخه د رسنيزو تېروتنو ملي کميسيون جوړ کړی دی، خو د يوناما په وينا، دا کميسيون نه خپلواک او نه هم اغېزناک دی.
يوناما همدا راز ويلي، چې د رسنيو لپاره حقوقي چوکاټ هم مبهم دی.
افغانستان د ۲۰۲۲ کال پر مهال د بې پولې خبريالانو (آراسايف) د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۶م ځای درلود، چې په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۲۲م ځای څخه ښکته شوی دی.
دغه راز په افغانستان کې د يونسکو رييس پاتريشيا مک فليپس ويلي، چې دا هيواد له يوه حياتي پړاوه تېرېږي او د افغانستان خلګ حق لري چې دقيقو، تازه، باور وړ او بې پرې معلوماتو ته لاسرسی ولري.
ده زياته کړې: «زه له واکمنو چارواکو غواړم چې د رسنيو د ازادۍ ملاتړ وکړي او اجازه دې ورکړي چې خبريالان د بندي کېدو له وېرې پرته معلومات وړاندې کړي.»
په افغانستان کې د رسنيو ملاتړو بنسټونو په دې هيواد کې د رسنيو د ازادۍ او د خبريالانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړي بنسټ «نی» د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې په دې هيواد کې د رسنيو ازاد فعاليت په يوه جدي ننګونه اوښتی دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز هم وايي، چې د تېرو ۱۲ مياشتو پر مهال په هيواد کې د تاوتريخوالي، ګواښونې او خبريالانو د نيونې ۲۱۳ مورده ثبت شوي چې د تېر کال د دورې په پرتله ۶۴ سلنه زياتوالی ښيي.
