ريچارډ بېنټ: طالبان بايد د ازادو، زیات پلویو او خپلواکو رسنيو درناوی وکړي

انځور: UN Web Tv

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د رسنيو د ازادۍ په نړيواله ورځ له طالبانو غوښتي چې د ازادو، زیات پلویو (کثرت ګرا)، خپلواکو او پراخ‌بنسټو رسنيو ته درناوی وکړي.

ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د افغانستان د رسنيو او په ځانګړي توګه د هغو ورځپاڼه ليکونکو ښځو درناوی کوي چې له ټولو بنديزونو او ځاني خطرونو سره – سره رسنيز کار ته دوام ورکوي.

بېنټ ليکلي: «زه له طالبانو غواړم چې د ټولو افغانانو د يوه حق په توګه بايد د يوې ازادې، زیات پلوې، خپلواکې او پراخ‌بنسټې رسنۍ درناوی وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر رسنيو او خبريالانو جدي بنديزونه لګولي دي.

د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړي بنسټ چې «نی» نومېږي د رسنيو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې په دې هيواد کې د رسنيو ازاد فعاليت په يوه ننګونه بدل شوی دی.

دې بنسټ ټينګار کړی چې په افغانستان کې بايد د رسنيو او خبريالانو ازاد فعاليت د يوه بشري حق په توګه تضمين شي.

دې بنسټ زياته کړې چې په افغانستان کې تر نيمايي زياتې رسنۍ د اقتصادي ستونزو او په هيواد کې د شته ستونزو له وجې له فعاليته لوېدلې دي او تر ۶۵ سلنې زيات خبريالان او رسنيز کارکوونکي بې‌کاره شوي دي.

نی ويلي: «په اوسنيو شرايطو کې د رسنيو ازاد فعاليت، د بيان د ازادۍ تمثيل، اطلاعاتو ته لاسرسی او د خبريالانو ځاني او رواني مصئونيت په اندېښمنوونکي حالت کې دی او د دې وضعيت دوام په اوږدمهال کې د افغانستان د ازادو رسنيو لپاره ملا ماتونکی کېدای شي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه