د افغانستان د خبريالانو مرکز: د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ۶۴ سلنه زيات شوی

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، چې د تېرو ۱۲ مياشتو پر مهال په هيواد کې له خبریالانو سره د تاوتريخوالي، ګواښونې او نيونې ۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله ۶۴ سلنه زياتوالی ښيي.

دا شميرې «د رسنيو د نړيوالې ورځې» په درشل کې خپرې شوې دي. سبا د می درېيمه چې د غویي له ۱۳مې سره برابرېږي، د رسنيو د ازادۍ نړيواله ورځ ده.

د خبريالانو مرکز ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال د می له مياشتې بيا د ۲۰۲۳ کال تر می مياشتې پورې د تاوتريخوالي، ګواښونې او د خبريالانو د نيونې لږ تر لږه ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي او تر دې د وړاندې دورې (می ۲۰۲۱ بيا تر می ۲۰۲۲) په پرتله چې شاوخوا ۱۳۰ پېښې پکې ثبت شوي، ۶۴ سلنه زياتوالی ښيي.

دې مرکز د تاوتريخوالي او رسنيزو ازاديو د تروړنې د پېښو زياتېدو او په ځانګړې توګه په هيواد کې د خبريالانو د تهديدولو او نيونو د دوام په په اړه جدي انديښنه ښودلې او د پايلو په تړاو يې خبرداری ورکړی دی.

د خبريالانو مرکز وضاحت ورکړی چې د وروستيو ۱۲ مياشتو پر مهال په ثبت شويو پېښو کې د صدای افغان د خبريال حسين نادري مړينه، حد اقل د ۲۱ خبريالانو ژوبلېدل، شپږ تاوتريخجن موارد، ۱۱۵ د تهديد موارد او د خبريالانو د نيونې ۷۰ مورده شاملېږي چې په دې لړ کې تر اوسه حد اقل دوه خبريالان مرتضی بهبودي او خير الله پرهر لا هم په زندان کې دي.

د خبريالانو د مرکز په وينا، په مزار شريف کې داعش ته له منسوب بريد پرته چې نادري پکې مړ شو او لږ تر لږه ۱۹ نور خبريالان يې ژوبل کړل، ډېرې نورې پېښې د طالبانو د ادارو او يا هم له دوی سره د تړلو افرادو له خوا کېږي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته په هيواد کې له فعالو ۶۰۰ رسنيو څخه شاوخوا نيمايي يې د طالبانو د بنديزونو او اقتصادي ستونزو له کبله له فعاليته لوېدلې دي.

له دې سره – سره، په وروستي يوه کال کې څو رسنيو بيرته په کار پېل کړی او يا هم نوې تأسیس شوې دي، خو د خبريالانو د مرکز په وينا، شواهد او وضعيت د يوه معکوس او منفي حالت څرګندونه کوي.

د خبريالانو مرکز ځينو مثبتو مواردو ته هم اشاره کړې او په دې لړ کې يې د ۱۲ وروستيو مياشتو پر مهال د خبريالانو کمه مړينه هم ثبت کړې ده. د دې مرکز په وينا، د روان ميلادي کال تر می مياشتې په وروستۍ دوره کې يو خبريال وژل شوی دی، په داسې حال کې چې په تېره دوره کې د څلورو خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو مړينه ثبت شوې وه.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هغو هڅو هرکلی کړی چې غواړي له خبريالانو سره اړيکې ښې او د رسنيو په چارو کې د نه لاسوهنې طرحه وړاندې کړي او غوښتنه يې کړې چې د هيواد د عامه رسنيو د قانون پر بنسټ دې دا طرحه عملي شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه