اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د سويس دايمي استازي پاسکال بائريسويل چې هيواد يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوره يي مشري کوي، ويلي دي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعيت «يوه پېچلې مسئله ده».
د نړيوالو رسنيو له راپورونو سره سم، بائريسويل پرون (دوشنبه، ۱۱ د غویي) د ملګرو ملتونو په مقر کې خبريالانو ته وويل: «له موږ سره يې جادويي حل لاره نشته. زه واقعا هيلهمن يم چې وضعيت ته د رسيدو په موخه به د دوحې غونډه يوه پايله ولري.»
د دوحې غونډه چې د بندو دروازو تر شا روانه ده، نن يې دويمه ورځ ده.
د دې غونډې کوربتوب د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش کوي او د دې غوندې ګډونوال د افغانستان په چارو کې د هيوادونو ځانګړي استازي او نړيوال سازمانونه دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو لومړی اعلان کړی و چې ټاکل شوې ده په دې غونډه کې د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خبرې وشي، هغه څرګندونې چې نيوکې يې راوپارولې.
د ملګرو ملتونو وياند اسټيفان دوجاريک ويلي، چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو پر رسميت پېژندنه بحث نه کېږي.
ده زياته کړې، چې نړيواله ټولنه د افغانستان کړکېچ ته د رسيدګۍ په موخه د اقداماتو د همغږي کولو په لټه کې ده.
د دوحې د غونډې د لومړۍ ورځې په اړه تر اوسه هيڅ معلومات نه دي خپاره شوي.
