اطلاعات روز: د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې بست روغتون ته څیرمه د ساري ناروغیو یو ۱۰۰ بستریز روغتون پرانستل شو.
د هلمند لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وایي، دغه روغتون د یوه کال په موده کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت رغول شوی چې پنډ یې د اسیا پرمختیايي بانک لخوا ورکول شوی دی.
سعید زیاته کړه چې دغه روغتون به په لومړي قدم کې د کرونا ناروغانو د درملني لپاره کار پېل کړي خو ترڅنګ به يې د نورو ساري ناروغيو درملنه هم کوي.
ده وویل:«دا روغتون مجهزه اسیو لري، اکسیجن پلانټ لري او اکسیجن ټول ولایت په سطحه برابروي او د دې ترڅنګ اوټي (افریشن) به پکې فعاله شي.»
دغه راز د عامي روغتیا وزارت لپاره د طالبانو معین محمد اسحاق صاحبزاده د دغه روغتون د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې د یاد روغتون وروستي کارونه د بودیجې نشتون له امله ځندیدلي وو چې بیا وروسته دوی له خپلې داخلی بودیجې ټولې چارې بشپړې کړې.
ورته مهاال بیا د بست روغتون یو داګټر ممتاز احمد ممتاز هم په خپلو څرګندونو کې دا په هلمند کې د روعتيايي خدماتونو په برخه یو لوي اقدام وباله او زیاته یې کړه چې یاد روغتون به د بست روغتون سره د ناروغانو په کموالي کې مرسته وکړي.
نوموړی زیاتوي: «دغه روغتون مجهز دی دلته به د ملاریا، نس ناستي، کولرا او شري ناروغانو درملنه ترسره کېږي.»
بلخوا د هلمند ولایت اوسېدونکي د یاد روغتون په پرانستلو خوښ دي او وایي، چې د دې روغتون په فعالیت سره به یې د ساري ناروغانو ښه درملنه ترسره شي.
