اطلاعات روز: په پلازمېنه کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت له یو شمیر طالب چارواکو او سوداګرو سره کتلي او پر سياسي او اقتصادي اړيکو سربېره يې د سوداګرو پر ستونزو خبرې کړې دي.
کندهار کې د طالبانو د والي وياند عطاالله زيد رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا پرون (یکشنبه، ۱۰ د غویي)کندهار کې د نورو طالب چارواکو ترڅنګ د دې ولایت لپاره د طالبانو د دفتر رییس محمد سليم صابر، د بهرنيو چارو د رييس عبدالشکور حقاني او یو شمیر ملي سوداګرو سره کتلي دي.
تاکاشی له طالب چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې پر سياسي، اقتصادي، بشري مرستو، پروژو عملي کولو د سوداګرو د ستونزو پر حل، دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.
خبر پاڼه کې راغلي چې د چاپان سفیر په کندهار کې د دې هيواد له بشري مرستو او عملي شويو پروژو ليدنه کړې او ژمنه یې کړې چې افغانستان سره به خپلمنځي او سوداګريزې اړیکې نورې هم پياوړې کړي.
خبر پاڼه کې ویل شوي چې یادو طالب چارواکو له نړيوالو سره پر مثبتو اړیکو تینګار کړی او غوښتنه کړې ترڅو راشي او دغلته د طالبانو له سرپرست حکومت سره د تعامل ترڅنګ افغانستان کې بشري مرستې وکړي او پراختيايي پروژې تطبيق کړي.
دغه راز کندهار کې شته سوداګرو د جاپان له سفير سره په لیدنه کې د وېزو په برخه کې پر اسانتياوو رامنځته کولو او د افغاني او چاپاني سوداګرو پر ګډو اړيکو بحثونه کړي دي.
کندهار ميشتو پانګوالو له تاکاشي اوکادا څخه غوښتنه کړې ترڅو د ياد هيواد سوداګر په کندهار کې صنعتي او توليدي فابریکو جوړیدو ته وهڅوي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته دا کندهار ته د جاپان د سفير لومړی سفر دی چې ترسره کېږي.
