د هیواد په کچه د ملاریا ناروغۍ ۹۰ سلنه پېښې په ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي چارواکي وایي، چې لا هم په ختیځو ولایتونو کې ملاریا یوه ګواښوونکي ناروغۍ ده.

دوی دغه څرګندونې نن (یکشنبه،۱۰ د غویي) جلال اباد ښار کې د ملاریا پر واندې دمبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د ملاریا ناروغۍ ولایتي مسوول محمد سعید شیرزاد واېي، چې د ټول هیواد په کچه د ملاریا ناروغۍ ۴۴ سلنه پېښې په ننګرهار کې ثبتیږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ملاریا (۱۲۵۷۸۸) پېښې ثبت شوي چې ۹۰ سلنه یې له ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان څخه دي.

د هغه په خبره د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا ځل (د ملاریا محوې د پانګونې، نوښتونو او کړنلارو پلي کولو له لارې) تر عنوان لاندې لمانځي.

شیرزاد زیاته کړه: «په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هیواد کې ۱۲۵۷۸۸د ملاریا  پېښې ثبت شوي چې ۹۰ سلنه یې ختیځ ولایتونه تشکیلوي، د ۲۰۲۱ کال په پرتله یې ۴۵ سلنه زیاتوالی کړی او دغه راز په ننګرهار کې په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا ۵۵ زره پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښیي.»

نوموړی د ملاریا د پېښو د زیاتیدو لامل اقلیمي بدلون، د پشه خانو نه استعمال، بې وزلي او له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو راستنېدل یادوي، چې له امله یې د ملاريا په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زيات شوی.

بلخوا د طالبانو عامې روغتیا وزارت استازی ډاکټر محمد شعیب تمیم وایي، د پخوا په پرتله په ختیځو ولایتونو کې روغتیايي تدابیر زیات کړي چې سږکال د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینه هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

نوموړی زیاتوي د ملاريا ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنيوي لپاره په تیرو کلونو کې په درملو ککړې شاوخوا دوه نیم میلیونه پشه خانې ویشلې دي.

تمیم زیاته کړه: «د عامې روغتیا وزارت په ختیځو ولایتونو کې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر لري، چې په ننګرهار،کونږ، لغمان او نورستان ولایتونو کې یې پشه خانې ویشلي او دغه راز یې روغتیایي خدمات چټک کړي دي.»

په ورته مهال عام خلک وايي، په ښار او ولسوالیو کې پر وخت د کثافاتو نه ټولول او په عامه ځایونو کې د ناپاکه اوبو د ډنډونو شتون د دغه ناروغۍ د لا پراخېدو زمينه برابره کړې.

د ننګرهار اوسیدونکی عطاالله د ملاریا ناروغۍ څخه د مخنیوي په برخه کې له روغتیایي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د عامه پوهاي لړۍ دې چټکه کړي تر څو د ملاریا ناروغۍ مخه ونیول شي.

عطاالله زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې ملاریا ماشې زیاتې شوي او ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو ته په کار ده، چې دوا پاشي وکړي او له ښار څخه کثافات لېرې انتقال کړي او پاک کړي، د ګرمۍ موسم پېل شوی او په ښار او ولسوالیو کې هم د ملاریا ماشې زیات شوي، له عامې روغتیا ریاست غواړو چې پر خلکو دې پشه خانې وویشي او دغه راز دې دوا پاشي وکړي څو د ملاریا ناروغۍ مخه ونیول شي.»

ملاریا یوه ساري او تبه لرونکي پرازیټي ناروغۍ ده، چې د انافیل ښځینه ماشې د چیچلو په واسطه د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه