کونړ کې د دولسم ټولګیو فارغې نجونې د شهادتنامو په ترلاسه کولو کې له ستونزو کړیږي

اطلاعات روز: د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې له دولسم ټولګیو څخه فارغې شوې نجونې شکایت کوي، چې هره ورځ د خپلو شهادتنامو د ترلاسه کولو لپاره د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته مراجعه کوي، خو د شهادت نامو په ترلاسه کولو نه بریالۍ کیږي.

د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ اوسیدونکې نوریه چې څلور کاله وړاندې د همدې ولسوالۍ د کوټکي د نجونو له لېسې فارغه شوې وایي، څو میاشتې کېږي چې د شهادتنامې د اخیستو لپاره هڅه کوي، خو د پوهنې ریاست ورته بهانې کوي.

نوریه زیاتوي: «زه څلور کاله کیږي چې له کوټکي لېسې څخه فارغه شوې یم، خو تراوسه راته شهادت نامه نه ده راکړل شوې میاشتې کیږي چې پوهنې ریاست ته ځم خو دوی راته بهانې کوي چې تراوسه شهادت نامې نه دي راغلي له پوهنې ریاست غواړو چې زمونږ شهادت نامې دې راکړي.»

د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې د بې بي فاطمې لېسې یوه بله زده کوونکې ملالۍ هم ورته شکایت کوي او وایي، چې له میاشتو راهیسې په دې تمه دي، چې خپلې شهادتنامې ترلاسه کړي خو د مسوولو چارواکو له لوري غوڅ ځواب نه ورکول کیږي.

نوموړې وایي، چې دوولسم ټولګی یې په سختیو سره پای ته رسولی خو اوس یې سند د طالبانو له لوري نه ورکول کیږي چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره مخ ده.

ملالۍ زیاتوي: «زه شاوخوا درې کاله مخکې کونړ کې له د بې بي فاطمې لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغه شوې یم، خو له څو میاشتو راهیسې هڅه کې یم چې د دولسم ټولګي سند ترلاسه کړم خو نه توانیږم؛ ډیر کله د همدې سند دنشتون له امله بې دندې شوې هم یم او دلته چې ریاست ته مراجعه کوو کارونه مو په وخت نه خلاصیږي زما په شمول زیاتره نجونې له ستونزو سره مخ دي.»

نوموړې وایي، طالبان دې نجونو ته د ستونزو پر ځای د زده کړو زمینه برابره کړي او هم دې ورته د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا کونړ لپاره د طالبانو د پوهنې رییس محب الله حیدري  بیا له دولسمو ټولګیو څخه د فارغو شویو ښځینه زده کوونکو شکایتونه پر ځای نه بولي او وایي، له دولسم ټولګي څخه ټولو فارغو شویو زده کوونکو ته یې د شهادت نامې د ترلاسه کولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

حیدري زیاته کړه: «مونږ ټولو هغه زده کوونکو ته چې له دولسم ټولګي فارغ شوي هغه که هلکان دي او که نجونې ټولو ته مو د دولسم ټولګي د شهادت نامو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

کونړ کې له دولسم ټولګیو څخه فارغې شوې ښځینه زده کوونکې داسې مهال د شهادت نامو یا دولسم ټولګي د سند د ترلاسه کولو په برخه کې شکایتونه کوي؛ چې په هیواد کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځیو تړل کیدو سربیره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلي دي.

د طالبانو پوهنې ریاست چارواکي وایي، په داسې یوه طرحه یې کار پېل کړی، چې له مخې به په ښوونځیو او پوهنتونو کې ښځینه وو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه