اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي چې په تېرو شپږو ورځو کې دغلته د ترافیکي پیښو له امله یو کس مړ او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د ترافيکو مدير احمد اخندزاده وايي، ټولې ۸۱ ترافیکي پیښې رامنځته شوي چې ډیری یې د موټر سایکلونو له امله دي.
ورته مهال روغتيايي مسوولين بیا وايي، چې د ټپیانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
په هلمند ولايت کې د عامي روغتيا ریاست لپاره د طالبانو ریيس ډاکټر سيداحمد سعيدی وايي، چې یاده موده کې ايمرجنسي روغتون ته د ور وړل شويو کسانو له جملې څخه يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ کسانو ته د ترافیکي پیښو له امله مرګ ژوبله اوړی چې خلک یې لامل د ترافیکي اصولو نه مراعت، تیز تګ، بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی یادوي.
