اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت په سپين غر، لعلپورې او سره رود ولسوالیو کې د دریو جلا پیښو له امله درې ځوانان وژل شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدلبصیر زابلی وایي، چې تېره شپه (جمعه، ۸ د غویي) د سپین غر ولسوالۍ اړوند «شډل» سیمه کې یو ځوان چې عارف الله نومیده ځان د توفنګچې په ډزو ویشتلی چې لومړی ټپي او وروسته یې روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی د یادې پېښې لامل د وژل شوي کس رواني ناروغۍ یادوي چې له امله یې هغه مجبور شوی ځان وژنه وکړي.
خو د وژل شوي کس یو نږدې خپلوان بیا د یادې پېښې لامل اقتصادي ستونزې یادوي او وایي، له همدې امله نوموړی ځان وژنې ته مجبور شوی دی.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ګرداوي» سیمه کې وړمه شپه د سید شاه په نامه یو ۲۲ کلن ځوان د ناپيژانده وسله والو له لوري لومړی مسوم شوی او بیا یې په ډزو وژلی دی.
د طالبانو امنیتي چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او په اړه یې د پلټنو خبر ورکوي.
دغه راز د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولسوالۍ کې یو ۱۴ کلن هلک د برق نیولو له امله مړ شوی دی.
د مړ شوي کس یو خپلوان عبدالقادر وایي، چې پېښه تیره ورځ ناوخته د سره رود ولسوالۍ اړوند «قلعه معروف» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د مطیع الله په نامه یو هلک په خپل کور کې د بې احتیاطۍ له امله بریښنا نیولی او مړ شوی دی.
ننګرهار کې ډیر کله دا ډول پېښې له بریښنا سره د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي، چې زیاتره قربانیان یې ماشومان او ښځې وي.
د طالبانو د حکومت په راتګ سره نه یوازې د بې روزګارۍ له امله د ځوانانو ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، بلکې په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر سیمو کې هدفي وژنو هم زور اخیستی چې زیاتره قربانیان یې د تېر حکومت نظامیان او مامورین دي.
