اطلاعات روز: د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې په دې ولسوالۍ کې یو ۲۸ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې بایللی دی.
په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ځايې مسوولين وايي، ياد ځوان سيد عبدالرحمن شاه آغا نومېده او تېره ورځ (جمعه، ۸ د غویي) د دغې ولسوالۍ د رود اړوند «سربند» سره اوبو ډوب کړی دی.
دوی زیاتوي، نوموړی ځوان تازه له امریکا څخه هيواد ته راغلی و او اوس مهال یې د کندهار ښار اړوند په عينو مېنې ښارګوټي کې ژوند کاوه.
دا په تېرو څو اونیو کې کندهار کې شپږم ځوان دی چې اوبو کې د لامبو پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
طالب مسوولین بيا له کندهاريانو غوښتنه کوي ترڅو په ژورو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي او خپلو ماشومانو ته لازمې لارښوونې وکړي.
