اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ کې یوه کس خپل تره په «چرایز» ټوپک ویشتلی او وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکي عرفان الله وایي، چې پېښه پرون (جمعه، ۸ د غویي) مازدیګر مهال د لغمان الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کورنۍ تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي د احسان الله په نوم یوه کس په خپل تره د «چرایز» ټوپک ډز کړی او پرمهال یې د نور احمد په نامه کاکا وژلی دی.
د هغه په خبره چې پېښه د دوو وروڼو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه، چې بیا په همدې منځ کې وراره پورته شوی او خپل تره یې وژلی دی.
بلخوا لغمان کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې طالب سرتیرو هغه کس نیولی چې تیره ورځ یې په الینګار ولسوالۍ کې خپل تره په ډزو وژلی و.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان وایي، چې قاتل له قتل وروسته د تېښتې هڅه کړې وه، چې طالب سرتېرو په« منګو» سیمه کې له پلټنو وروسته نیولی دی.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي، چې لامل کورنی تاوتریخوالی، د ځمکو پر سر جنجالونه او شخصي دښمنۍ ښودل شوي دي.
