ارزګان کې د بې سرپرسته میرمنو د کړاوونو ډک ژوند

ارزګان کې یو شمیر په کار بوختې بې سرپرسته میرمنې وایي، چې ژوند یې د کړاوونو ډک او په ډیرو ستونزو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، دوی د طالبانو د حکومت څخه غوښتنه کوي چې په کاري برخه کې یې لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوې ۴۵ کلنې میرمنې خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ ګټلو په موخه د خپل کور په انګړ کې سبزي کرلې او د پلور لپاره یې هره ورځ بازار ته وړاندې کوي.

یاده بې سرپرسته میرمن سردارو نومیږي او زياتوي چې خاوند يې څو کاله وړاندې جګړو کې وژل شوی او دا اوس په ډیرې سختۍ د خپلې څلور کسیزې کورنۍ اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي.

نوموړې د طالبانو د سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د سبزیو د پالنې، ساتنې او بازار موندنې برخه زمینه برابره کړي ترڅو په ښه ډول وکولای شي خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

دغې بې سرپرسته میرمن زیاته کړه: «موږ په کور کې ۴ کسان دوې داني مې لورګانې دي او یو دانه مې زوی دی دلته په کور کې د دغو سبزيو کرنه کوو بیا يې ښار ته وړو بس زموږ د کور يوه ګوله ډوډۍ ورڅخه په لاس راځي.»

سردارو هغه میرمن ده چې د خپل کور په انګړ کې یې سبزي کرلې او له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي

نه يوازې سردارو ده چې د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو په موخه سبزي کري بلکې په دې ولايت کې زياتي نورې ميرمنې هم شته چې په بېلابېلو دندو بوختې دي او د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ ګټي.

صديقه بله هغه ميرمن ده چې د ۱۰ يتیمو اولادونو د ساتنې لپاره یې د غواګانو یو فارم جوړ کړی او له دې لارې خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.

نوموړې زیاتوي، چې دا ورته ښه نه ښکاري چې کوم بل چا ته د خيرات غوښتنې لاس اوږد کړي او خيرات ورڅخه وغواړي.

دې وويل: «شېدې او مستې پلورم د خپلو يتیمانو خوراکه برابرومه ۱۰ تنه يتمان په کور کې لرم همدغه کار کوم سهار ځمه او ماښام راځمه او د خپلې کورنۍ غړو ته يوه ګوله حلاله ډوډۍ برابرومه.»

په دي ولايت کې دوي نورې ميرمنې فزانه او روقيه ده چې  يوه يې د لاسي صنايعو کار وبار کوي او يو بل يې د خلکو په کورونو کې مزدوري کوي.

د صدیقې په نوم یوې بې سرپرسته میرمنې د خپلو لسو یتیمو اولادونو د ساتنې لپاره د غواګانو فارم جوړ کړی او له دې لارې ډوډۍ پیدا کوي

دغه راز ارزګان کې د بې سرپرسته میرمنو له ډلې د فرزانې او روقیې په نوم میرمنې هم مجبوره شوي چې د خپلې کورنۍ ساتلو لپاره ځانته کار پیدا کړي چې یوه یې د لاسي صنایعو کاروبار کوي او بله یې د خلکو په کورونو کې په مزدورۍ بوخته ده.

دوی چې خپل سرپرستان یې په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړي وایي، چې طالبان دې دوی ته په خپل مسلک کې د کاروبار زمینه برابره کړي.

فرزانې وویل« :«د لاس مزدوري کومه د بل ګنډونه راوړم او دلته ورباندې کار کومه يو د لاس ګنډ په ۴۵۰۰ افغانۍ ورته جوړومه او ۳ مياشتې وخت ورباندې تیریږي چې ډیر زحمت غواړي، زه د همدې لارې د خپلې کورنۍ غړي ساتمه که دولت موږ ته د کار زمينه برابره کړي د چرګانو فارم راته جوړ کړي موږ به د خپلې کورنۍ اړتياوې له همدې لارې پوره کړو.»

روقيه بیا وایي:«د خلکو د کورنو کار کومه لاسي کارونه کومه بس شپه او ورځ راباندې تيریږي د خلکو هره کار چې وي کومه يې ترڅو خپلې اړتياوې ورباندې پوره کړمه.»

ځینې بې سرپرسته میرمنې په خپل کور کې د خیاطۍ او لاسي غاړو په جوړولو سره پیسې ګټي

یو تن مدنی فعال غلام سرور بیا د بې سرپرسته ښځو د کاروبار ستاینه کوي او ورته وخت کې د طالبانو د سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د یادو میرمنو لاسنیوی دې وکړي او د مناسب کاروبار زمینه دې ورته برابره کړي.

نوموړي وویل: «زموږ له حکومت څخه په ې برخه کې غوښتنه ده چې د دغه ډول ميرمنو لپاره مناسب کارو وبار جوړ کړي او هغه لاسي صنايع چې دوی اوس ورباندې بوختې دي د هغوی لپاره دې بازار موندنه وکړي.»

په همدې حال کې د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې دوی د دغه ډول ښځو د کاروبار د ودې لپاره هڅې کوي او غواړي چې هغه ښځو ته هم کار پیدا کړي چې په ښار کې سوال کوي.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس اغا ولي قریشي وايي، دوی د ښځو د ټولو هغو کارونو ملاتړ کوي چې پر اسلامي شريعت برابرې وي.

نوموړي وويل: «موږ تل په دې هڅه کې یو چې د بې سرپرستو ښځو لپاره د کار زمينه برابره کړو خو دا چې دوی خپله د کار زمينه برابره کړې او بېلابېل کارونو باندې بوختې دي موږ په دې برخه کې د دوی سره مرسته کوو ترڅو د لاسي صنايعو لپاره يو بازار پیداکړو چې دوی پکې خپل توکي وپلوري.»

هیواد کې د تېرو دوو لسېزو جګړو له امله په ټولو ولایتونو کې ګڼو کورنیو خپل سرپرستان له لاسه ورکړي او اوس بې سرپرسته کورنۍ اړې دي چې د ځان ساتنې په موخه هر ډول کار وکړي او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

بلخوا د طالبانو راتګ سره د دغې ډلې له لوري پر ښځو ګڼ بندیزونه لګیدلي چې له امله یې ډیری په کار بوختې میرمنې بې کاره شوي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه