اطلاعات روز: د کابل-کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کیدو په پیښه کې شپږ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د والي وياند عطاالله زيد وايي، ياده پېښه نن (پنجشنبه، ۷ د غویي) سهار ۷:۰۰ بجې د دې ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند سیمې کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل: «د نن سهار په دې پېښه کې ۱۸ تنه ټپيان دي او شپږ تنه شهيدان شوي په ټپيانو کې د دوو کسانو روغتيايي وضعيت هم خراب دی، په قربانيانو کې درې ښځي دي.»
نوموړی وايي، د دغې پېښې ټول ژوبل کسان کندهار ښار کې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې د دوو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د کندهار د والي وياند د دې پېښې د رامنځته کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او ډېر سرعت له امله ګڼې ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.
په دغو پيښو کې په لسګونه کسانو مړه او ټپيان شوي دي.
تازه د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید